چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين اقتصادي وده کوم پيغام ورکوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د چين حکومت په دې وروستيو کې د اقتصادي ودې تحريکوونکې تګلارې خپرې کړي او د اکتوبر په ۸مې نېټې يې د دغو تګلارو د تطبيق په اړه يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې ده.

نړيوالو رسنيو په دغې غونډې کې خپرو شويو معلوماتو ته لوړه پاملرنه کړې او خوشبين خبرونه يې خپاره کړي دي. د چين دغو تګلارو د ماليې، مصرف، پانګونې، د کورونو او نورو نامنقولو جايدادو بازار او سهامي بازار په شمول زياتې برخې تر پوښښ لاندې راوستلي، د بېلا بېلو خواوو باور يې لوړ کړی او د دغه هېواد اقتصاد ته يې وده ورکړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

له تېرې يوې مودې راهيسې د يادو تګلارو د تطبيق په رڼا کې د چين اقتصادي ثبات او پرمختګ ساتل شوی او د بازارونو په اړه يې اټکلونه لوړ شوي دي. د توليدي صنعت د پي اېم ایي شاخص (PMI) په شمول مهمې اقتصادي شاخصونه يې په چټکۍ پورته شوي او سهامي بازار يې بيا غوړیدلی دی.

بر سېره پر دې، د چين د ملي جشن په رخصتۍ کې د چينايانو لګښت لوړ شوی دی. شمېرې ښيي، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې نېټې پورې په دغه هېواد کې نورو سيمو ته د خلکو د سفرونو شمېر ۲ ميليارډه او ۸ ميليونو ځلو ته رسېدلی، چې د هرې ورځې منځنی شمېر يې د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۴،۱٪ زياتوالی ښيي او د دغه هېواد د سيلانيزو سيمو د پلورل شويو ټکټونو اندازه بیا د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۳۷٪ زياته شوې او د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت يې له ۲ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونو يوانو څخه اوښتی و. د هسپانيې ايفي اژانس (EFE) خبر ورکړی، چې په دغې رخصتۍ کې سلو ميليونو چينايانو بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

بهرنيو رسنيو د سيلانيزو چارو ګرم بازار د چين فعال اقتصاد ښودلی او چيني سيلانيانو د بهرنيو سفرونو په لړ کې ځايي سيمو ته پرمختګ ورکړی دی.

د چين په دغې رخصتۍ کې د لګښت ځيني نوي بدلونونه ښودل شوي، يو يې د ډيجټل، زرغون رنګ او پېوستون په برخو کې زيات لګښتونه او بل يې د کورونو د اخيستلو په شمول لوی لګښتونه او پانګونې دي، چې مخ په زياتېدو دي.

بر سېره پر دې، په چين کې د حکومت د مرستندويه پاليسۍ په رڼا کې د برقي توکو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۶۷٪ زياته شوې ده.

چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او دوامدار اقتصادي پرمختګ يې د نړۍ لپاره ښه زیری دی. په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې پياوړې شوي، د جيوپوليتيک وضعيت پېچلی شوی او د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا ځواک کمزوری شوی دی.

د پيسو نړيوال صندوق اټکل کړی، چې سږکال به د نړۍ د اقتصادي پرمختګ انډول ۳،۲٪  وي او د تېر کال په پرتله به ټيټ وي. د چين اقتصادي ثبات او پرمختګ د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابر کړی او خلکو ته یې هيلې ورکړې دي. د چين بازار د ورخلاصون د پياوړتيا په حال کې دی او نورو هېوادونو ته ګډې ګټې او ګټور فرصتونه رسوي.

د چين کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه لږه موده دمخه ترسره شوه او د لوړې کچې د ورخلاصون ميکانيزم او سيسټم د بشپړولو په اړه يې ترتيبات نيولي او پرېکړه يې کړې، چې د ميکانيزمونو ورخلاصون به لا پراخ کړي، د بهرنۍ سوداګرۍ د سیسټم اصلاحات او د بهرنيو سوداګرو د پانګونو او په بهر کې د پانګونې د اداري سیسټم اصلاحات به پياوړي او د سيمه ييز ورخلاصون جوړښت به اصلاح کړي او د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ ميکانيزم به بشپړ کړي.

د چين حکومت د اکتوبر په ۸مې نېتې اعلان کړی، چې د پانګو د راجلبولو او ثابتولو ځواک به پياوړی کړي، ورخلاصون به لا پراخ او د بهرنيو پانګو نوې پروژې به پلې کړي او له ويزې پرته چين ته د بهرنيانو د تګ نوې تګلاره به عملي کړي. چين به د د ورخلاصون کچه لا پياوړې کړي او دغه هېواد ته د خلکو د تګ لپاره به لا زياتې زمينې برابرې کړي او په کوردننه به د کارو بار د پرمختګ په برخه کې د بهرنيو تصديو لپاره زمينې برابرې کړي.

چين د پر له پسې مثبتو پيغامونو له خپرېدو او د بازاري اټکلونو له ښه کېدو سره د اقتصادي او ټولنيزو موخو پر بشپړولو پوره باور پيدا کړی او دا باور یې پر نړيوال اقتصاد د خلکو د باور لپاره هم ګټور دی.

Previous Post

بامیانو کې سېلابونو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ کړي دي

Next Post

زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې

زابل کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان کې د تازه میوو لپاره د غوره بازار موندنې اړتیا

افغانستان کې د تازه میوو لپاره د غوره بازار موندنې اړتیا

اگست 10, 2025
کرزي د کډوالو او زلزله ځپلو لپاره له يوناما د مرستې غوښتنه کړې

کرزي د کډوالو او زلزله ځپلو لپاره له يوناما د مرستې غوښتنه کړې

نوومبر 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ