چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ايا د چين پر برېښنايي موټرو د اروپايي اتحادیې تعرفې عادلانه يا حتی منطقي دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 10, 2024
in نړیوال خبرونه
0
ايا د چين پر برېښنايي موټرو د اروپايي اتحادیې تعرفې عادلانه يا حتی منطقي دي؟

(230906) -- MUNICH, Sept. 6, 2023 (Xinhua) -- People visit the booth of Chinese carmaker Xpeng during the 2023 International Motor Show, officially known as the IAA MOBILITY 2023, in Munich, Germany, Sept. 5, 2023. The IAA MOBILITY 2023, one of the world's largest mobility trade fairs, opened in the southern German city of Munich on Tuesday. At the six-day event are some 70 Chinese firms, the second largest number after the German participants. Under the motto Experience Connected Mobility of this year's IAA, Chinese carmakers are rolling out more chances and choices for local partners and customers in Europe. (Xinhua/Ren Pengfei)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر مياشت کې اروپايي کمېسيون له چين څخه د برېښنايي موټرو په وارداتو کې سبسايډي ضد څېړنې پيل کړې. يادو څېړنو او ورپسې ګمرکي تعرفو په لويه کچه د نړيوالو پام ور واړاوه.

د ۲۰۲۴م کال د جولای په څلورمه، د لومړنيو موندنو پر بنسټ اروپايي کمېسيون د چين د برېښنايي موټرو پر وارداتو ګمرکي تعرفې په لنډمهالي ډول له ۱۷.۴ سلنې تر ۳۷.۶ سلنې پورې لوړې کړې او د همدې مياشتې له پنځمې نېټې وروسته یې عملاً پلي کول پيل کړل. د اګسټ په شلمه نېټه کمېسيون ښکېلو اړخونو ته د خپلې پرېکړې مسوده وړاندې کړه چې پر بنسټ یې له چين څخه په وارديدونکو برېښنايي موټرو تعرفه له ۱۷ تر ۳۵.۳ سلنې پورې ټاکل شوې ده. د اکټوبر په څلورمه د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو د دفاعي تعرفو لايحه تصويب کړه چې پر بنسټ یې اروپايي کمېسيون ته واک ورکړل شوی چې د چين پر برېښنايي موټرو پر لس سلنې ګمرکي تعرفې د پاسه د پنځو کلونو لپاره د سبسايډي ضد درنې تعرفې ولګوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اروپايي کمېسيون ادعا کوي چې دا ګام یې د عادلانه رقابت د ساتلو په موخه پورته کړی دی، خو حقيقت دا دی چې د چين پر برېښنايي موټرو د لوړو تعرفو لګول يو سياسي حرکت او ملاتړپاله اقدام دی. دا اقدامات به نه يوازې د اروپايي موټر جوړوونکو د سيالۍ وړتيا لوړه نه کړي، بلکې د اروپايي اتحاديې – چين اقتصادي اړيکو ته به هم دروند زيان واړوي چې دا چاره بيا په خپل وار سره د اروپايي اتحاديې پر زيان ده.

عادلانه رقابت که سياسي چل ول؟

که د اروپايي کمېسيون له لوري د سبسايډي ضد دفاعي تعرفو د لګولو بهير ته وګورو نو سياسي انګېزې پکې له ورايه ښکاري او داسې نه ښکاري چې دا ګام دې د اروپا پر کورني بازار د اغېزو د منطقي ارزونې په پایله کې پورته شوی وي.

ياده دې وي چې د اروپايي کمېسيون څېړنې هم د ځايي کاروباريانو د شکايت په پايله کې نه دي پيل شوې، بلکې يادې څېړنې د فرانسې او اروپايي اتحادیې د ځينو نورو غړو حکومتونو د فشار په پايله کې پيل شوې. وروستۍ څېړنې د چين په اړه د اروپايي اتحادیې د سوداګريزو اصلاحاتو په تړاو د هغو پخوانيو څېړنو پر خلاف دي، کومې چې د اروپايي کاروباريانو د شکايتونو له کبله شوې وې.

پر دې سربېره، اروپايي کمېسيون د څېړنو پر مهال د تحقيق له اصولو سرغړونه کړې او د عدالت غوښتنې اصول يې تر پښو لاندې کړې دي. د بېلګې په ډول، له چيني موټر جوړوونکو يې له اندازې ډير معلومات غوښتي، ان تر دې چې د برېښنايي موټرو د ځانګړو بېټريو د فورمولې په څېر د فکري مالکيت د ترلاسه کولو هڅه یې کړې او دغه راز یې چيني شرکتونو ته د ځواب ويلو لپاره کافي وخت نه دی ورکړی.

اروپايي اتحاديه وايي چې له عادلانه سيالۍ ملاتړ کوي خو د چين د برېښنايي موټرو په تړاو د سبسايډي ضد څېړنو په پایله کې یې ثابته کړه چې ټول اقدامات یې سياسي انګېزه لري او د عدالت په نوم پکې څه نشته.

د ځايي رقابت ځپل که تقويه کول؟

ځينې نړيوال مبصرين پر دې باور دي چې اروپايي اتحادیه د چين پر برېښنايي موټرو د تعرفو لګولو او سبسايډي ضد څېړنو له لارې خپلو کورنيو توليدي شرکتونو ته وخت بچت کوي څو پر تېلو د چليدونکو موټرو د توليد پر ځای د برېښنايي موټرو د تولید وړتياوې لوړې کړي او په نړيوال بازار کې د سيالۍ جوګه شي. پر دې سربېره هم، له مختلفو ابعادو دا ويلی شو چې ملاتړپالي سياستونه د اروپايي اتحادیې د موټر جوړونې شرکتونه په نړيوال مارکېټ کې د سياليو جوګه نه شي کولی.

په پاريس کې د ساینس پو پوهنتون اقتصادپوه او په چين کې د فرانسې د سفارت پخواني اقتصادي او مالي سلاکار هوبرټ ټېسټارډ د روانې مياشتې په لومړيو کې وويل چې چين له يوې لسيزې په کمه موده کې د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی پرمختګ وکړ. دا غير عادلانه رقابت نه دی بلکې د چين وړتيا ده چې کولی شي نويو نوښتونو ته په چټکۍ سره د عمل جامه ور واغوندي.

د چين پر برېښنايي موټرو د لوړو تعرفو لګول به نه يوازې د رقابت د کم فشار له وجې د اروپايي اتحادیې د موټر جوړولو شرکتونو ابتکاري وړتيا راکمه کړي، بلکې د موټرو برېښنايي کولو ته د اروپا مزل به هم ورو کړي. اروپايي موټر جوړوونکو ته په چين کې پانګونه او له چیني موټر جوړوونکو سره همکاري مهمه ده څو خپل نوښتونه ډير او د رقابت وړتيا لوړه کړي.

د چين پر برېښنايي موټرو لوړې تعرفې به له شک پرته اروپايي مارکېټ ته د چين لاسرسی محدود کړي خو ورسره سم به پر نوښتونو د اروپايي موټر جوړوونکو د پانګونې وړتيا هم کمه شي.

همکاري که سلطه پالنه؟

اروپايي اتحاديې په ۲۰۵۰م کال کې د اقليمي بې پلويتوب موخې ته د رسېدو لپاره تر ۲۰۳۵م کال پورې په تېلو د چلېدونکو موټرو د پلور درول وړانديز کړي دي. د اروپايي اتحاديې په غړو هېوادونو کې پر نوې انرژۍ د چليدونکو موټرو د توليدي وړتيا شديد کمښت يادې موخې ته رسېدل ستونزمنوي.

اروپايي کمېسيون او د اروپايي اتحاديې ځينې غړي هېوادونه بايد د تعرفو د لوړولو او ملاتړپالو سياستونو د پلي کولو پر ځای د خپلو وړتياوو پر لوړولو تمرکز وکړي. ملاتړپالنه نه يوازې د زرغونې انرژۍ پر لور د دوی اوښتون ټکنی کوي، بلکې په نړيواله کچه هم د زرغونې انرژۍ پر لور اوښتون ته د اکمالاتي ځنځير ثبات زيانمنوي.

د چين – اروپايي اتحادیې نږدې او ژورو اړيکو ته په پام سره اروپايي اتحادیې ته له چين څخه بېلېدل شوني نه دي. اقتصادي همکارۍ لا هم د دواړو لورو د اړيکو بنسټ جوړوي، له همدې کبله د شديد رقابت له شتون سره سره د دواړو لورو تر منځ د اړيکو او همکاريو د نويو فرصتونو موندل اړين دي.

Previous Post

د بشري حقونو په پلمه په نورو هېوادونو کې د امريکا لاسوهنې او چالاکي

Next Post

نانسي فیزر: د مجرمو افغان پناه‌غوښتونکو اېستلو بهیر ته دوام ورکوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نانسي فیزر: د مجرمو افغان پناه‌غوښتونکو اېستلو بهیر ته دوام ورکوو

نانسي فیزر: د مجرمو افغان پناه‌غوښتونکو اېستلو بهیر ته دوام ورکوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين او فيلپين د سوداګريزو همکاريو په برخه کې زیات برياليتوبونه تر لاسه کړي

جنوري 7, 2023
رینا امیري: د هرات زلزلې تر هرچا ښځو ته ډېر تاوان اړولی

رینا امیري: د هرات زلزلې تر هرچا ښځو ته ډېر تاوان اړولی

اکتوبر 14, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved