د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان په خپل تازه راپورکې ویلي، ایران له ټاکل شوې اندازې څخه ۱۰ برابره ډېر یورانیم غني کړي دي. ددې سازمان په خبره، چې دا کړنه په ښکاره له اټومي هوکړې سرغړونه ده. د یا سازمان څارونکي، چې د ایران د اټومي بټیو لیدو ته ورغلي وو وایي دوی موندلې، چې دې هېواد د ورکړل شوي حد څخه لس برابره ډېر یورانیم غني کړي دي. په راپور کې راغلي، چې د ایران د غني شویو یورانیمو زېرمه ۲۱۰۵ کیلوګرامو ته رسېږي، چې په خبره یې د هوکړې له مخې تر ورکړل شوې اندازې ۳۰۰ کیلوګرامه لوړه ده. د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان زیاتوي، چې روانه میاشت به په ایران کې له دویمې اټومي بټۍ څخه هم لیدنه وکړي. بل لورته بیا ایران ټینګارکوي، چې اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.


































