چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړۍ د برېکس برياليتوبونو ته سترګې په لار ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 23, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

يوه بار وړونکې بېړۍ، چې پکې ۱۷۳۸ کنټينرونه بار وو، څو ورځې مخکې د چين له چيامن بندر څخه د جنوبي افريقا د دوربان ښار په لور وخوځيده. دغه سمندري مسير په ۲۰۱۴م کال کې پيل شوی او تراوسه بار وړونکو بېړيو پرې ۴۵۸ ځله سفرونه کړي او د ۲۹ ميليارډو او۲۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت مالونه يې پرې لېږدولي دي.

دغه سمندري مسير د نوموړو دوو سيمو ترمنځ د مالونو ټرانسپورټي وخت ۷ ورځې کم کړی او د برېکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو يوه ښه بېلګه بلل کيږي.

د برېکس همکاريز ميکانيزم پر جوړېدو ۱۸ کلونه اوښتي او ډېرې ورته بېلګې لري.

د برېکس هېوادونو د مشرانو ۱۶مه سرمشريزه د اکتوبر په ۲۲مې نېټې د روسيې په کازان ښار کې پيل شوې او تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ولري او دا د نويو غړيو له منلو وروسته د دغه سازمان لومړۍ سرمشريزه ده، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو پکې ګډون کړی او د همکاريو او پرمختګ په اړه بحثونه کوي.

نړيوالو افکارو د برېکس مثبتې ارزونې کړي او د تايلنډ، کيوبا، سوريې او بلاروس په شمول له ۳۰ زياتو هېوادونو په دغه سازمان کې د غړيتوب هيله ښودلې ده.

پوښتنه دا ده، چې ولې برېکس د هرکلي وړ ګرځېدلی او دغه سازمان د غړو له زياتوالي وروسته څنګه کولی شي، چې زيات برياليتوبونه خپل کړي؟

د چين او عصري اسيا په چارو کې د روسيې اکاډمۍ د څېړنيز مرکز مشر کيريل بابايف سي جي ټي اېن سره په خبرو کې ويلي، چې برېکس همکاريز ميکانيزم د دغه سازمان د غړو هېوادونو د همغږۍ د وسيلې په توګه منځ ته راغلی او د انسانانو د راتلونکي د نويو هيلو نښه ده او د نړيوال اقتصاد د برابر پرمختګ په اړه د خلکو د هيلو استازيتوب کوي.

 بابايف چين د دغو همکاريو د پياوړتيا عمده هڅوونکی ياد کړی او نوموړي په دغې خبرې د زياتو هېوادونو غږ انعکاس کړی دی.

په نړۍ کې داسې لوی بدلونونه روان دي، چې په تېرو سلو کالونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی او برېکس په همدغسې حال کې د پرمختيايي هېوادونو لپاره د همکاريو او پرمختګ د بحثونو مهم ډګر ګرځېدلی او ورخلاصون، ټولشموليت او د همکاريو له لارې د ګډو ګټو موندنه یې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو اغېزمنه ځانګړتيا ده. برېکس ميکانيزم د پرمختيايي هېوادونو د ګډ پرمختګ غوښتنې ته ځواب ویلی دی.

برېکس د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ کې د سعودي عربستان، مصر، عربي متحده امارات، ارجنټاين، ايران او اتوپيا غړيتوب اعلان کړی او دغه راز د برېکس د غړو هېوادونو نفوس د نړيوال عمومي نفوس نيمايي ته نژدې دی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې د خدمت انډول له ۵۰ سلنې زيات او اقتصادي حجم يې د جي ۷ ډلې په پرتله لوړ دی، چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره لا پياوړی قوت برابرولی شي.

برېکس ميکانيزم په نړيوالې ادارې کې د مختلفو هېوادونو د ګډون لپاره يو ښه ډګر او فرصت برابر کړی دی. د نړيوالو چارو ايټالوي کارپوه والولي رسنيو ته ويلي، چې په نړۍ کې د سړې جګړې مفکوره او يواړخيزم د پورته کېدو په حال کې دی، خو برېکس بیا هم د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر ساتنې ټينګار کوي او په سياسي لارو چارو د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حل لپاره هڅې کوي. نوموړي برېکس د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګټور بللی دی.

چين د برېکس د بنسټګر په توګه د دغه ميکانيزم ټينګ ملاتړ کوونکی او ګډون کوونکی دی او مهم لارښوونکی رول يې پکې لوبولی دی.

د برازيل د چيني چارو څېړنيز مرکز مشر روني لينس ويلي، چې چين د برېکس هېوادونو د ګډو نظريو د راغونډولو، د همغږۍ او همکاريو د پياوړتيا او د ګډو اجنډاوو د پرمخبېولو په برخو کې کليدي رول لوبوي.

نړيوال تمه لري، چې د برېکس سږنۍ سرمشريزه به د چين او د برېکس د نورو غړو هېوادونو تر ګډو هڅو لاندې نړۍ ته د ثبات امکانات او مثبت قوت برابر کړي او د پرمختيايي هېوادونو پياوړتيا به وهڅوي.

Previous Post

مودي: د روسیې او اوکراین جګړې پای ته رسولو کې مرستې ته چمتو یو

Next Post

د چين او روسيې د اړيکو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د انساني تګ راتګ او کلتوري نظر تبادلې فعاليت ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين او روسيې د اړيکو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د انساني تګ راتګ او کلتوري نظر تبادلې فعاليت ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرن ډېکر: افغان کډوال خوندي سرپناه او خوندیتوب ته اړتیا لري

کرن ډېکر: افغان کډوال خوندي سرپناه او خوندیتوب ته اړتیا لري

نوومبر 21, 2023
د روڼ اندو جنایت

د روڼ اندو جنایت

مې 17, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ