سعودي عربستان ویلي تر هغه به له اسراییلو سره عادي اړیکې و نه لري، چې د فلسطین مسئله په دایمي او عادلانه توګه حل شوې نه وي. د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس ویلي، ټرمپ او ملک سلمان له اسراییلو سره د سعودي عربستان د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. ملک سلمان ویلي دا چې د اماراتو او اسراییلو ترمنځ اړیکې عادي کېږي دی یې هرکلی کوي، خو سعودي عربستان به تر هغه له اسراییلو سره اړیکې عادي نه کړي، چې د فلسطین په نامه مستقل هېواد رامنځ ته شوی نه وي، حقوقو ته یې درناوی نه وي شوی او دغه مسئله په عادلانه او دایمي توګه حل شوې نه وي. تر دې وړاندې اماراتو ویلي وو په دې شرط یې له اسراییلو سره اړیکې عادي کوي چې د فلسطین د ځمکو له نیولو به ډډه کوي.


































