د پروان ځینې اوسېدونکي دغه ولایت کې د انټرنیټ کیفیت خرابوالي او لوړو بیو اندېښمن کړي دي.خو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ویاند وايي، د پروان اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې دغه ولایت کې ګڼ مخابراتي او انټرنیټي سايټونه جوړ کړي دي. د پروان اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په غوربند، سالنګ او سیدخېلو څلور ګونو ولسوالیو کې، د مخابراتي شبکو او انټرنیټي خدمتونو ستونزې زیاتې دي.
































