چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا بايد خپل غرور او تعصب پرېږدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 1, 2024
in نړیوال خبرونه
0
امريکا بايد خپل غرور او تعصب پرېږدي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړۍ د امريکا د ۲۰۲۴م کال د ولسمشريزو ټاکنو کمپاينونه څاري او په تمه ده، چې د دغو ټاکنو پایله به پر نړيوال سياست او اقتصاد او د چين او امريکا پر اړيکو ښې اغېزې ولري.

په دې وروستيو کلونو کې د چين او امريکا اړيکې تاوجنې شوي او له ډېرو زياتو ننګونو او خنډونو سره مخ شوې دي.

شنونکي وايي، که ټرمپ او یا کماله هاریس د امريکا ولسمشريزې ټاکنې وګټي، نو له چين سره به یې پر اړيکو کوم مثبت اغېز ونه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې شخړې او لانجې به همداسې دوام ومومي.

د چين او امريکا ترمنځ ډېرې نانندرۍ روانې وي، خو د تايوان، جنوبي سمندر او بشري حقونو په شمول پر ځينو مسئلو يې اختلاف دومره سخت شوی، چې د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې يې لاپسې تاوجنې کړې دي.

شنونکي وايي، د چين او امريکا اړيکې پر نړيوال اقتصاد او سياسي جوړښت ژورې اغېزې لري او که ترمنځ يې دغه اړيکې ترينګلې او يا هم جنجالي وي، نو سیوری به یې پر نړۍ غورځي او ټول هېوادونه به زیان مومي. برعکس که د دواړو هېوادونو اړيکې ښې او ترمنځ يې همکارۍ روانې وي، نو نړيوال اقتصاد به ورسره سمسور او نور هم وغوړيږي.

شنونکي وايي، چين او امريکا بايد په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، د نړيوالو مقابلو او ګواښونو پر وړاندې باید ګډه مقابله وکړي، د يو بل په مرکزي ګټو او مسئلو کې باید صبر او زغم ولري او سخت ګامونه باید پورته نه کړي او يوازې په همدې شرطونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ثابت او دوامدار پرمختګ موندلی شي.

خو په حقيقت کې چين پر امريکې باور نه لري او اړيکو ته یې خوشبين نه دی.

چين وايي، واشنګټن د بېجينګ په اړه ناسمې تګلارې کاروي او په ډېر غرور او بې رحمې ورسره مخ ته ځي.

چينايان که څه هم له امريکا سره اړيکو کې صميمت لري او هڅې کوي، چې اړيکې ورسره ښې کړي، خو د واشنګټن رويې ناهيلي او حتی غوسه کړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي څه موده مخکې په څرګندو ټکو ويلي، امريکا هميشه ژمنې کوي، خو کړنې یې بیا برعکس وي او خپل وياړ يې له لاسه ورکړی دی.

نوموړي ويلي، امريکا چې کله هم د چين نوم اوري، نو اندېښنه او تشويش ورته پيدا کېږي او خپل باور یې بایللی دی او په خبره یې، امريکا يوازې په خپلو هيلو، سمسورتيا او پرمختګ پسې ګرځي، خو د نورو هېوادونو طبيعي پرمختګ ته هم اجازه نه ورکوي او نړيوال عدالت یې تر پښو لاندې غورځولی دی.

وانګ يي زياته کړې، امريکا د دې پر ځای د چين د پرمختګ مخه ونه نيسي، بايد په کوردننه خپلې مسئلې او ننګونې حل کړي او د خپلو خلکو ګټو ته باید زيانونه ونه رسوي.

د هر چا عملونه او کړنې د همغه کس د پوهې ښکارندويي کوي. امریکا په نړۍ کې د یوازیني سوپر طاقت په توګه، د ډېرو کارپوهانو ذهنونه هم خپل کړي او د تسلط له لارې د ثبات ساتلو فکر لري او په يو نړيوال سیسټم کې يې ځان ته د یو ځانګړي هېواد لارښوونکی حق ورکړی او همدغه کړنلاره يې روانه ساتلې ده.

 امریکې په خپل تسلط او زور ارزښتونه جوړ کړي او جنګونه او جنجالونه يې د ستراتيژيکې پانګونې لپاره مناسبه لاره او خپله زورواکي یې د درناوي وړ بللې ده.

د امريکې دغو کړنو د چین او نړیوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي.

په حقيقت کې امريکا خپل تسلط غواړي او پر نورو هېوادونو زور اچول سم بولي، د جنګونو په وسیله اقتصادي پرمختګ کوي او جګړه يې یوه ستراتيژيکه پانګونه او د جنګونو او شخړو جوړول یې عمده فرهنګ او دود ګرځيدلی دی.

چين او نړۍ د امريکې د تسلطي نظريې پر وړاندې څنګه تشويش ونه کړي؟

غرور د تعصب په مانا دی، یعنې که څوک غرور کوي، نو هغه له نورو سره تعصب لري.

نړيوال هيله لري، چې امريکا له ولسمشريزو ټاکنو وروسته خپلې نظريې او مفهومونه بدل کړي او د نورو پر وړاندې مهربانه رویه غوره کړي، يو رښتنی ښه او عادلانه هېواد واوسي او د خپل مقام او توان له لارې د نړۍ خدمت وکړي.

چين هيله لري، چې امريکا د تاريخي پرمختګ عمومي تمايل وپېژني، د چين پرمختګ ته په سم نظر وګوري، فعال او واقعي تګ راتګ ورسره وساتي او د خپلمنځي اړيکو د ثابت، سالم او دوامدار پرمختګ لپاره یې هڅې وکړي.

Previous Post

د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ډاکټرانو یوه ډله کابل ته راغلې

Next Post

شي جين پينګ د احتیاطي افرادو د ادارې د لنډمهالو مقرراتو حکم کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د احتیاطي افرادو د ادارې د لنډمهالو مقرراتو حکم کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پر پولنډ شوي توغندوییز برید مرګ ژوبله اړوې ده

پر پولنډ شوي توغندوییز برید مرګ ژوبله اړوې ده

نوومبر 16, 2022
د خوست قلندر ولسوالۍ لپاره د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې

د خوست قلندر ولسوالۍ لپاره د ودانۍ جوړلو چارې پیل شوې

جنوري 31, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ