د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي ددوی مذاکراتي پلاوی مخامخ خبرو ته تیار دی او ډېر ژر به دوحې ته لاړ شي څو مخامخ خبرې پیل کړي. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي سوله د افغانانو هیله ده او هر افغان په دې تمه دی چې دلته روانه اوږده جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي. ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې مذاکراتو ته چمتو دي خو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د زندانیانو د تبادلې پروسه لا تر اوسه نه ده بشپړه شوې. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي د حکومت له لوري د زندانیانو د خوشي کولو پروسه نه ده بشپړه شوې او همدا چې بشپړه شي دوی مخامخ مذاکراتو ته تیار دي.
































