نن سهار په کابل ښار کې د ولسمشر پر لومړي مرستیال امرالله صالح هغه مهال برید وشو چې خپل کاري دفتر ته پر لار و. تر اوسه د بريد څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو ځينې راپورونه وایي چې دا پېښه ښايي د ځانمرګي برید له امله رامنځ ته شوې وي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر پر امرالله صالح د برید پخلی کړی خو وایي، چې هغه ته کوم زیان نه دی اوښتی. بلخوا روغتیايي سرچینو ویلي چې په پېښه کې څلور کسه وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي. سرچینې وایي چې په ټپیانو کې د امرالله صالح ساتونکي هم شامل دي.
وسله وال طالبان وایي د کابل په ننني برید کې لاس نه لري. د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي ننی برید په دوی پورې هېڅ اړه نه لري.
































