چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د بازار اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 13, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چين د بازار اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين له چټکې اقتصادي ودې او په نړيوال اقتصادي ليدلوري کې له بدلونونو سره، ځینو لويديځو هېوادونو د داسې ګنګوسو خپرول پيل کړل چې ګواکي د چين د بازار اقتصاد په پرځېدو دی، خو دا حقيقت نه دی.

په وروستيو کلونو کې، چين د سوداګريز چاپېريال د ښه کولو په برخه کې د پام وړ پایلې ترلاسه کړې دي چې د نړيوالې ټولنې له لوري هم په پراخه کچه منل شوې دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سييوولډ (CEOWORLD) مجلې د ۲۰۲۴م کال د غوره پانګه والو او کاروباري هېوادونو د درجه بندۍ له مخې، د چين اصلي خاوره په ۳۴م مقام کې راغلې ده. ياده ارزونه ۱۱ شاخصونه تر پوښښ لاندې راولي چې د فساد د مخنيوي له کچې او د ازادۍ له مختلفو درجو رانيولې بيا د مالياتي سيسټم تر معقوليت او د ژوند کيفيت پورې ټول جوانب پکې شامليږي. په يادو برخو کې د چين دوامداره هڅې د بهرنيو پانګه والو او کاروباريانو د پانګونې لپاره د باثباته، شفاف او وړاندوينې وړ چاپېريال د رامنځته کېدو سبب شوې دي.

په کور د ننه د پاليسيو په کچه، چين ادارې منظمې کړې، واکونه یې ويشلي، مقررات یې ښه کړي، د منظورۍ پروسې یې ساده کړې، د کاروبارونو د پيل لګښتونه یې کم کړي، د مارکېټ څارنه یې ښه کړې او پانګه والو ته یې د کاروبارونو راجسټر کول اسانه کړي دي. ارقام ښيي چې د سپټمبر تر پايه په چين کې ۱۸۰ ميليونه خصوصي اقتصادي ادارې فعالې وې چې د چين د ټولې سوداګريزې کورنۍ ۹۶.۳۷ سلنه برخه جوړوي. ياد ارقام ۳.۹۳ سلنه کلنۍ او ۴۰۰ سلنه لس کلنه وده ښيي.

د دوی له ډلې، ۵۵.۵ ميليونه خصوصي تصدۍ وې چې ۶.۰۲ سلنه کلنۍ وده یې کړې وه. د انفرادي کاروبارونو شمېر پکې ۱۲۵.۳ ميليونه و چې ۳.۰۳ سلنه کلنۍ وده یې درلوده. دغه ارقام په بشپړه توګه د چين د کاروباري چاپېريال ښه کېدل ثابتوي.

د چين د بازار د اقتصاد د يوې مهمې برخې په توګه، خصوصي اقتصاد په اقتصادي وده کې بې بديله رول لوبوي، دندې هڅوي او صنعتي ساختارونه ښه کوي. چين د خصوصي اقتصاد انکشاف ته د پام وړ اهميت ورکوي، د قوانينو پر بنسټ په مساوي توګه د ټولو کاروباري ادارو ملاتړ ته دوام ورکوي، د اقتصادي عواملو لپاره یې د راجسټريشن پروسه اسانه کړې، د هغوی نسبت یې لوړ کړی او د بازار حياتي والي يې درک کړی دی.

د صنعتي چوکاټ له پلوه، خصوصي اقتصاد د توليداتو د سکټور په څېر په مختلفو صنايعو کې کليدي رول لري. د بېلګې په ډول، د چين په عمده او پرچون صنعت کې خصوصي کاروبارونه د ټولو عملياتو ۹۷.۹۷ سلنه برخه ترسره کوي. د توليدوونکو او مصرفوونکو تر منځ د ارتباطي پله په توګه په عمده او پرچون سوداګرۍ کې د خصوصي کاروبارونو لوړ نسبت هم د چين د ځلانده بازار څرګندونه کوي.

د چين بازار محوره دوامداره اصلاحاتو او بهرنۍ نړۍ ته د ورخلاصون پراخولو د بازار اقتصاد پراختيا ته پياوړې روحيه ورکړې ده. په ۲۰۱۳م کال کې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي ناستې راهيسې چين د اقتصادي سيسټمونو د اصلاحاتو په برخه کې ګڼ شمېر اقدامات کوي چې د دولتي تصديو ژور اصلاحات، د ګډو ملکيتونو اصلاحات او د داسې نړيوالو تصديو رامنځته کول پکې شامل دي چې په نړيواله کچه د سيالۍ جوګه وي. دغو اصلاحي اقداماتو نه يوازې د دولتي اقتصاد د سيالۍ وړتيا لوړه کړې، بلکې د خصوصي کاروبارونو د پراختيا لپاره یې هم غوره زمينه برابره کړې ده.

بهرنۍ نړۍ ته د ورخلاصون په برخه کې، چين په توليدي سکټور کې د بهرنيانو د پانګونې منفي نوملړ په بشپړه توګه لغوه کړ او د خدماتو سکټور منفي نوملړ یې په دوامداره توګه لنډ کړی څو بهرنيو پانګه والو ته په چين کې د پانګونې غوره شرايط برابر شي. په ورته مهال، چين ټول هغه اړين ګامونه اخلي چې د فکري مالکيت حقوق پرې خوندي کيږي او له نورو هېوادونو سره د تړونونو او هوکړه ليکونو په لاسليکولو سره د ازادې سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو هڅې کوي. دې اقداماتو نه يوازې په نړيواله کچه د چين د سيالۍ وړتيا لوړه کړې بلکې له باثباته نړيوالې اقتصادي ودې سره یې هم د پام وړ مرسته کړې ده.

د فکري مالکيت د حقونو خونديتوب د بازار اقتصاد د پراختيا مهم ضامن دی. چين دې مسئلې ته د پام وړ اهميت ورکوي او د فکري مالکيت حقونو د حقوقي سيسټم د ښه کولو او د قانون د حاکميت د تقويه کولو له لارې یې د نوښتونو لپاره پياوړی حقوقي ضامن برابر کړی دی.

په وروستيو کلونو کې چين د فکري مالکيت د حقونو د خونديتابه په برخه کې د پام وړ پايلې ترلاسه کړې دي. ارقام ښيي چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۳م کال پورې، په دغه هېواد کې پر څېړنو او پراختيا پانګونه له ۱.۰۳ ټريليونو يوانو څخه ۳.۳ ټريليونو يوانو ته رسېدلې چې د ټول ناخالص کورني توليد ۲.۶۴ سلنه برخه جوړوي او د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو تر اوسط اوړي. د يوه نوښتګر هېواد رامنځته کولو د پام وړ پایلې لرلې دي او د نوي کيفيت توليدي ځواکونه د خصوصي کاروبارونو د انکشاف لپاره پر يوه نوي روښانه ټکي بدل شوي دي.

د لوړې کچې ورخلاصون د هڅونې لپاره، چين له نورو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ او پانګونې تړونونه لاسليک کړي، څو د سوداګرۍ او پانګونې شرايط لا ډير ښه کړي. دغه تړونونه نه يوازې د تعرفه يي او غير تعرفه يي خنډونو د لرې کېدو سبب شوي، بلکې د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او د باثباته نړيوالې اقتصادي ودې د هڅول کېدو سبب هم شوي دي.

Previous Post

بېجينګ: د جنوبي سمندر په هکله د چين او فليپين تر منځ هر جنجال د فلپين لخوا پارول شوی

Next Post

چین او روسیې پر ستراتيژیک امنیت سلا مشورې وکړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین او روسیې پر ستراتيژیک امنیت سلا مشورې وکړې

چین او روسیې پر ستراتيژیک امنیت سلا مشورې وکړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په دوو بېلو بریدونو کې۱۱ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دوو بېلو بریدونو کې۱۱ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2023
ای پي اېل؛ کلکتې لوبډلې اتلولي خپله کړه

ای پي اېل؛ کلکتې لوبډلې اتلولي خپله کړه

مې 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved