چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د اسيا او ارام سمندري سيمو چټک پرمختګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 14, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د اسيا او ارام سمندري سيمو چټک پرمختګ

The national police force presents security technology during the Asia-Pacific Economic Cooperation (APEC) summit, at the Ministry of Culture in Lima, Peru, Monday, Nov. 11, 2024. (AP Photo/Silvia Izquierdo)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړيوالو خبري رسنيو په وروستيو کې د پيرو چانکای سمندري بندر ته ډېر پام اړولی او دا یې په لاتيني امريکا کې د کمربند او لارې د وړانديز نمونوي پروژه او هم د اسيا او ارام سمندري سيمې د هېوادونو د اقتصادي همکاريو د پياوړتيا نښه بللې او ښايي دغه بندر په سيمې کې د سينګاپور بندر په څېر وګرځي.

يوې چينايي تصدۍ په دغه بندر کې پانګونه کړې او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او په دې سره به له جنوبي امريکا څخه تر اسیا پورې د مالونو د لېږد رالېږد وخت په سلو کې دېرش کم شي او د ارام سمندري سيمې د دواړو غاړو اقتصادي پرمختګ به په خوځښت راوالي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

روانه اوونۍ به د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان  (APEC) ۳۱مه غير رسمي سرمشريزه ترسره شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د دې سيمې د ۲۱ اقتصادونو سياسي او سوداګريز شخصيتونه به پکې د انرژۍ او حياتي ځواک، ټولشموليت او پرمختګ په سرليک د ورخلاصون د لاپياوړتيا، ازادۍ، ګډې سوداګرۍ، د اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ او د نړيوالې انرژۍ د جوړښت د بدلېدو په باب بحثونه وکړي. شنونکي وايي، دغه سرمشريزه د ورخلاصون او همکاريو د لاپياوړتيا او د نړيوال پرمختګ د پرمخبېولو لپاره د بېلا بېلو خواوو د باور ښکارندويي کوي.

د پيرو کارپوه ايستبان پوير فولير ويلي، د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصادي همکاريو سازمان په داسې حال کې، چې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتنې افکار بيا په راپورته کېدو دي، د سوداګرۍ د ورخلاصون د ارزښت د لټولو او د غړو د ډیالوګ لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

د اسيا او ارام سمندري سيمه له اوږدې مودې راهيسې د نړيوال پرمختیایي ثبات د ساتلو لپاره د لنګر په څېر رول لوبوي.

د اسيا او ارام سمندري سيمې نفوس د نړۍ د عمومي نفوس يوه په درېیمه برخه نيسي او د اقتصاد عمومي اندازه يې د نړۍ د عمومي اقتصادي اندازې له ۶۰ سلنې څخه اوښتې او عمومي سوداګريزه اندازه یې د نړۍ نيمه برخه نيسي او د نړيوال اقتصادي پرمختګ مهم انجن بلل کېږي.

د پيسو نړيوال صندوق د اټکل له مخې، د اسيا او ارام سمندري سيمې سږنی اقتصادي پرمختيايي انډول به په سلو کې څلور اعشاريه دوو ته ورسېږي او دغه رقم به يې د نړيوال پرمختيایي انډول په پرتله لوړ وي.

ولې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړۍ د نورو سيمو په پرتله چټک پرمختګ کړی؟

شنونکي د دغې سیمې د پرمختګ لامل د اوږدمهالې سولې او ثبات پر ساتلو او د دغه سازمان په خدمتونو پسې تړلی بولي. ايپېک (APEC) د جوړېدو له ۳۵ کلونو راهيسې د ورخلاصون، ټولشموليت، ګډ پرمختګ او ګډو نظريو ترڅنګ د خپلمنځي توپيرونو د هواري پر اصولو ټينګار لري او د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې او د اقتصادي او تخنيکي همکاريو د لا پياوړتيا لپاره هڅې کوي، چې د سيمې د اقتصاد د يو ځای کېدو سويه يې لوړه کړې ده.

چين له اوږدې مودې راهيسې د سيمې د مهم اقتصاد په توګه د دغه سازمان د غړو په همکاريو کې فعال ګډون لري او د اسيا او ارام سمندري سيمې د همکاريو حياتي او پرمخبېونکي ځواک ګرځيدلی دی. چين د دغه سازمان په غير رسمي سرمشريزې کې د سيمې د پيوستون د لا پياوړتيا، نوښت، ورخلاصون او زرغون پرمختګ په شمول يو لړ داسې وړانديزونه کړي، چې د سيمې له پرمختیايي تمايل سره سمون لري او پراخ ملاتړ يې ترلاسه کړی دی.

پر ورخلاصون او همکاريو ټينګار د اسيا او ارام سمندر د پرمختګ او برياليتوب راز او د سيمې د راتلونکي پرمختګ بنسټيز اصل بلل کېږي.

Previous Post

نورستان کې د ۳۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Next Post

پراخ اصلاحات د چين وده بيا تعريفوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پراخ اصلاحات د چين وده بيا تعريفوي

پراخ اصلاحات د چين وده بيا تعريفوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیکا کې سېلابونو له مزکز ښرنې سره د ۳ ولسوالیو لارې تړلې دي

پکتیکا کې سېلابونو له مزکز ښرنې سره د ۳ ولسوالیو لارې تړلې دي

اگست 4, 2024
بېجینګ: د پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو د پرمختګ ملاتړ کوو

بېجینګ: د پاکستان او افغانستان د خپلمنځي اړیکو د پرمختګ ملاتړ کوو

نوومبر 13, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ