سه شنبه, مې 13, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

    کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

    بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

    بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

    د چاپېریال ساتنې رییس له یونیسف څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې

    د چاپېریال ساتنې رییس له یونیسف څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې

    کونړ کې ۱۵ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    کونړ کې ۱۵ ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

    تخار کې ۲۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړيږي

    تخار کې ۲۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړيږي

    له کندهاره د حج کوونکو د لېږد لړۍ پيل شوه

    له کندهاره د حج کوونکو د لېږد لړۍ پيل شوه

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    په هیواد کې نږدې ۴ میلیونه ځمکه له غصبه را ګرځول شوې

    په هیواد کې نږدې ۴ میلیونه ځمکه له غصبه را ګرځول شوې

    پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

    پکتیا کې د ۴ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

  • سیمه
    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    عراقچي: له امریکا سره څلورم پړاو مذاکرات جدي او روښانه و

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    پاکستان د هند پر ځینو سیمو بریدونه رد کړي دي

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هند شارژدافیر احضار کړ

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    د پاکستان په پنجاب او د هند په جمو کې تعلیمې ادارې رخصت شوې

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    بلوچستان ایالت؛ وسله‌والو د برید پرمهال ۵ پولیس له ځان سره تښتولي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    پنجاب کې د تندر پرېوتو له امله څلور تنه مړه شوي

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

    ټریبیون: د پاکستان اقتصاد یو ځل بیا له سوداګریز کسر سره مخ شوی

    رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي

    رجایي بندر؛ د اور بشپړه وژنه شاوخوا۲۰ ورځې وخت نیسي

  • نړۍ
    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    زېلېنسکي: پوتین سره ترکیه کې خبرو ته چمتو یم

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

    روسیې له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د ایران او امریکا ترمنځ څلورم پړاو مذاکرات نن پیلېږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې سبا په عمان کې پیلیږي

    ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

    ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    شمالي کوریا نن د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    رویټرز: امریکا پر حوثیانو بمبارۍ دروي

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

    سره سمندرګي کې د امریکا یوه جنګي الوتکه لوېدلې ده

  • اقتصاد
    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    د عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ازبکستان ته ولاړ

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د افغانستان د وچې مېوې په صادراتو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پياوړتیا خبرې شوې دي

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    غزني کې د ممیزو د ۳۰ خونو جوړولو چارې پيل شوې

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    تېر کال د نږدې ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ بهر ته صادرې شوي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    هرات کې د متشبثینو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړیږي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

    تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۹۰ زره ټنه انتقالات شوي

    تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

    تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

په پښتو لیک کې “نیمه فاصله”، اړتیا، ستونزې او حللارې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 9, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
په پښتو لیک کې “نیمه فاصله”، اړتیا، ستونزې او حللارې
313
شریک شوی
783
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پوهنمل اسدالله وحیدي

کابل پوهنتون – پښتو څانګه

سریزه

په ځینو اندو اروپايي ژبو، په ځانګړي ډول فارسي کې “نیمه فاصله” کارول کېږي، خو په پښتو کې په دې اړه لا د نظر یووالی نشته. په پښتو لیک کې د “نیمې فاصلې” یا “مجازي فاصلې” د کارونې په اړه ځیني غوښتنې او بحثونه شته. ځینو لیکوالانو له وړاندې په خپل سر په پښتو لیکنو کې د “نیمې فاصلې” کارونه پیل کړې ده، خو ورسره مخالفتونه هم شته، چې دې چارې ګډوډي رامنځته کړې ده. نیمه فاصله څه ده؟ په لیک کې یې د کارونې اړتیا څه ده او له لیک سره څه مرسته کوي؟ په پښتو که ورته اړتیا شته که نه؟ که اړتیا وي، په کومو ځایونو کې باید وکارول شي؟ د کارونې لارې چارې یې څه دي؟ په دې برخه کې شته خنډونه او ستونزې کومې دي؟ بالاخره دا ستونزه څنګه حل کېږي؟ په دې لیکنه کې همدغو پوښتنو ته ځواب وايو. تر دې لیکنې پورې د نیمې فاصلې په اړه کومه تفصیلي لیکنه نشته. دا به پر “نیمه فاصله” لومړنۍ څېړنیزه لیکنه وي، چې تمه ده په دې برخه کې یو پراخ بحث ته لاره پرانیزي او موږ به واحد نظر ته ورسېږو.

کلیدي وییونه: نیمه‌فاصله، پوره‌فاصله، لیک، کلمه، مورفیم

نیمه فاصله څه ده؟

نیمه فاصله چې ورته مجازي فاصله هم وايي، د ځینو هغو ژبو په لیک کې کارول کېږي چې عربي توري کاروي. په فارسي ژبه کې ددې فاصلې کارول زیات دي. فاصله اصلاً دوه ډوله ده؛ یوه پوره فاصله چې موږ یې د کلمو ترمنځ کاروو او بله نیمه فاصله چې د یوې کلمې په منځ کې کارول کېږي. مثلاً: “تاریخ تېر” دوې کلمې دي چې ترمنځ یې پوره فاصله کارول شوې، خو “تاریخ‎تېر” بیا یوه ترکیبي کلمه ده، چې ترمنځ یې نیمه فاصله کارول شوې ده.

عربي توري چې په فارسي او پښتو کې پرې ځینې نور توري هم ور زیات شوي، دوه ډوله دي. یو هغه چې که ور پسې بل توری راشي، سره یو ځای کېږي، لکه «ب، پ، ج، س، ش…». دویم هغه توري دي چې له خپل راتلونکي توري سره نه یو ځای کېږي، لکه « ا، د، ډ، ذ، ر، ږ، ژ، ز، و». اوس چې کله موږ لیکل کوو، که مو د لومړۍ ډلې تورو ترمنځ فاصله ورکړه، نو دا پوره فاصله ده، ځکه چې که فاصله ور نه کړو، سره یو ځای کېږي. په دویمه ډله تورو کې که فاصله هم ور نه کړو، نو نه سره یو ځای کېږي او په واقعیت کې د دوی ترمنځ نیمه فاصله ده. یعنې نیمه فاصله د پوره فاصلې په اندازه نه ښکاري، خو یوازې د تورو د یو ځای کېدو مخنیوی کوي. مثلاً: د “دوران” په کلمه کې د ټولو حروفو ترمنځ طبيعي نیمه فاصله کارول شوې ده، یعنې کمپیوټر خپله د دوی ترمنځ نیمه فاصله رامنځته کړې ده. که موږ داسې ولیکو؛ “د و ر ا ن”، دا نو بیا پوره فاصله ده. خو پر کومه نیمه فاصله چې موږ بحث کوو، د هغو تورو ترمنځ فاصله ده چې هغه په طبیعي ډول سره یو ځای کېږي؛ لکه «ب او س: بس». اوس که یې ترمنځ پوره فاصله راوړو، نو داسې به وي؛ “ب س”، خو که نیمه فاصله راوړو داسې به وي “ب‎س”. همدې ته نیمه فاصله وايي.

ولې نیمه فاصله؟

په لیک کې توري، لیکنښې او فاصلې د ځانګړو موخو لپاره کارول کېږي. فاصله او نیمه فاصله هم د لیک برخه ګڼل کېږي. فاصله او نیمه فاصله له یو ځای او جلا لیکلو سره تړلې ده چې یو مهم بحث دی. استاد زیار وايي: «په دې برخه کې باید لږ تر لږه درې آره او اصله له پامه ونه غورځوو: یو د ویینګ او کښنګ ترمنځ نژدیوالی، دویم د التباس مخنیوی او درېیم لاسي او تخنیکي اسانوالی دی…» (۶: ۳۵)

همدا او ځینې نور لاملونه چې استاد زیار یاد کړي، په نیمه فاصله کې هم مهم دي. د نیمې فاصلې بحث په ځینو ځایونو کې له لیک سره تړلی او په ځینو برخو کې هم له وییپوهنې سره. زه دلته هم د لیک له اړخه او هم د وییپوهنې له اړخه د نیمې فاصلې د کارونې ځینې اړتیاوې او دندې یادوم:

۱- نیمه فاصله د یوې ترکیبي کلمې او دوو جلا کلمو ترمنځ توپیر کوي. یعنې که د دوو مورفیمونو یا کلمو ترمنځ پوره فاصله وي، مانا یې دا ده چې دا دوې جلا کلمې دي، خو که سره یو ځای شوې وي، یا یې ترمنځ نیمه فاصله وي، نو واحده، خو ترکیبي کلمه ده. مثلاً: (غم ځپلی، دوې کلمې دي، خو غمځپلی یا غم‎ځپلی یوه ترکیبي کلمه ده).

۲- نیمه فاصله راسره مرسته کوي، چې کمپیوټر ترکیبي کلمه د واحدې کلمې په توګه وپېژني، نه د دوو جلا کلمو په توګه.که موږ د ترکیبي کلمې ترمنځ پوره فاصله وکاروو، کله چې دا ترکیبي کلمه د کرښې په پای کې راشي، نو یوه برخه به یې د یوې کرښې په پای او بله به یې د بلې کرښې په پیل کې راځي، خو د نیمه فاصلې په مرسته دا کلمه په یوه کرښه کې راځي  او په متن کې د کلمو شمېر هم کمېږي. که د کلمې یوه برخه په یوه کرښه کې وی او بله یې بلې کرښې کې، نورې ستونزې هم پیدا کوي، استاد وحدت په همدې اړه د یوې پېښې یادونه کوي؛ « … په ورځپاڼه کې د خلق د دیموکراتیک ګوند د رهبر (تره‌کي)، (کی) بلې کرښې ته لوېدلې و. سبا چې ورځپاڼه خلکو ولوسته، خبره د ګوند تر کنګرې ورسېدله چې د رهبر په نوم ملنډې وهل شوي او پرېکړه یې وکړه چې د ورځپاڼې مسوول مدیر مجازات شي«. ( ۹: ۹۴)

۳- نیمه فاصله زموږ سره د متن په لوستلو کې مرسته کوي. که موږ پوه شو چې دوې څنګ په څنګ راغلې کلمې یوه ترکیبي کلمه ده، نو یو ډول یې لولو، خو که دوې جلا کلمې وي، نو بیا یې بل ډول لولو. مثلاً: ( زړه خوړین او زړه‎خوړین، انسان ضد او انسان‌ضد).

۴- نیمه فاصله زده کوونکو ته په طبیعي ډول ترکیبي کلمې ښيي چې له دوو کلمو یا مورفیمونو رغېدلي دي. دا چاره له ښوونیزې موخې سره تړل شوې. څوک چې د نیمه فاصلې مخالف دي، وايي، کلمې باید جلا ولیکل شي، استدلال کوي چې ماشومان باید کلمې جلا جلا و پېژني. دوی هېروي چې موږ ماشومانو ته ساده کلمې لیکو. هغو ماشومانو ته چې د ترکیبي کلمو د لیکلو اړتیا وي، پکار ده چې یو ځای یا په نیمه فاصله ولیکل شي. دغو کسانو ته د ملک میرزا وړاندیز جالب ښکاري چې وايي: «که ټول هدف زده کړه وي، بیا ولې د لاتینې کلمو په شان توري جلا ونه لیکو، لکه (ا ح م د) یا (ح ر و ف) په دې ډول به ماشومان توري زده کړي.» ( ۱: ۱۳).

د ښوونې او روزنې پر اساس هم موږ لومړی ماشومانو ته توري لیکو، چې طبيعي ده جلا وي، بیا د دوو یا دریو تورو څخه جوړې کلمې، بیا له څلورو او پنځو کلمې او وروسته بیا ترکیبي کلمې لیکو، نو نیمه فاصله د زده کړې په برخه کې نه یوازې خنډ نه ده، بلکې مرسته هم کوي.

۵- نیمه فاصله د متن له ښکلا سره مرسته کوي. فاصله او نیمه فاصله د لیکنښو برخې دي. په کابل پوهنتون کې د لیکوالۍ استاد پوهاند احمدشاه زغم وايي: «لیکنښې د نورو دندو ترڅنګ متن ته ښکلا ور بښي» ( ۴ -۲۴۲).

نیمه فاصله هم متن ته ښکلا وربښي. البته له دې امله چې تر اوسه پورې نیمه فاصله په منظم او پلان شوې ډول په پښتو کیبورډ کې نشته، نو ځکه یې ښکلا هم ډېره محسوسه نه ده. که د پښتو کیبورډ او فونټونو متخصصین دې چارې ته پام وکړي، نو بیا به دا ښکلا محسوسه شي.

۶- نیمه فاصله د مانا په سم لېږد کې مرسته کوي، ځکه چې که موږ د ترکیبي کلمې برخې جلا جلا ووایو، یوه مانا لري، خو که یې د یوې کلمې په شان ووایو، نو بله مانا لري. له همدې امله نیمه فاصله د مانا په سم لېږد کې مرسته کوي. مثلا؛ “زده کړه” او “زده‎کړه” چې لومړۍ ترکیبي امر دی، یعنې ” زده یې کړه” او دویم بیا ترکیبي نوم دی.  

۷- ځیني کسان بیا وايي چې نیمه فاصله د کلمو ترمنځ د لیک یووالی هم راولي، خو دوی بیا دا چاره دومره جدي ګڼي چې پر اصولو او قواعد هم اغېز کوي، خو زما په نظر دا چاره باید پر اصولو هېڅ اغېز ونه کړي. په فارسي کې ددې نظر پلویان وایي: « پکار ده چې “بدبخت او خوشبخت” دواړه یو شان ولیکل شي، چې په املا کې وحدت راشي، نو “خوش‌بخت” هم په نیمه فاصله غوره دی چې له “بدبخت” سره یو شان راشي”. ( ۲: ۴۴). 

نیمه فاصله په پښتو کې چېرته وکاروو؟

د نیمې فاصلې اړتیا، موخو او د پښتو مورفیمونو، کلمو او ترکیبي کلمو جوړښت او ځانګړنو ته په پام سره زه ځینې هغه ځایونه په ګوته کوم چې نیمه فاصله پکې کارول کېږي. دا به یو وړاندیز وي چې د متخصصینو له خوا یې له منل کېدو، غني کېدو او پرې د لیکوالو او لیکپوهانو تر هوکړې وروسته به د کارونې وړ وي. اوس دا ځایونه لنډ بیانوم:

تړلي مورفیمونه

ځینې تړلي مورفیمونه چې تر خپلواک مورفیم وړاندې او وروسته راځي او جلا کلمه جوړوي او یا هم نوې مانا پیدا کوي:

• بې

په اوسنیو پښتو لیکنو کې موږ وینو چې “بې” کله له کلمې سره یو ځای شوې وي او کله هم جلا لیکل شوې وي. که “بې” له بل مورفیم یا کلمې سره نوې کلمه جوړوي، نو ښه ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي. لکه: (بې‎ګټې، بې‎ارزښته، بې‌اندازې، بې‌اړتیا، بې‌اغېزې، بې‎خوبه، بې‎زړه، بې‎صبره، بې‎باکه، بې‎عمله، بې‎ثباته، بې‎غمه، بې‎حوصلې، بې‎فکره، بې‎مینې، بې‎ساری، بې‌توله، بې‌ځایه، بې‌سترګو، بې‌کاره، بې‌واکه، بې‌غږه، بې‌وسه…). تکراروم چې دا هغه وخت کارول کېږي چې کله “بې” له بلې یوې کلمې یا مورفیم سره یوه اشتقاقي کلمه جوړوي. که داسې وي چې “بې” سربل وي او (له) يې غورځېدلی وي، بیا سربلي ترکیب دی او په نيمه فاصله يې ليکل سم نه دي. د لا وضاحت لپاره دا دوه مثالونه وګورئ ( احمد بې‎خوبه دی. احمد بې خوبه “بې له خوبه” بل کار نه لري.) په لومړۍ بېلګه کې نیمه فاصله او په دویمه کې بیا پوره فاصله راځي.

• کم

” کم” چې کله له ورپسې مورفیم یا کلمې سره نوې کلمه جوړوي، که له کلمې سره یو ځای ولیکل شي، د کلمې د اوږدېدو یا بدرنګۍ سبب کېږي؛ نو په داسې ځایونو کې زه د نیمې فاصلې وړاندیز کوم، لکه: کم‌عقل، کم‌عمره، کم‌ارزښته، کم‌ظرفیته، کم‌کاره، کم‌‌صبره، کم‌بخته، کم‌ساری…)، خو په ځینو ځایونو کې چې د بدرنګۍ سبب نه کېږي، یو ځای لیکل یې غوره دي، لکه: کمزوری…

• مه او نه

“مه” چې د نهي او “نه”چې د نفي لپاره کارول کېږي، په پښتو کې معمولاً دوه ډوله ليکل کېږي: کله له کلمې سره یو ځای ليکل کېږي لکه؛ نلري، مځه او کله هم جلا؛ لکه نه لري، نه ځي. تر دې لیکنې وړاندې زما وړاندیز دا و چې باید جلا ولیکل شي او یو ځای لیکل یې سم نه دي، خو اوس دلته وړاندیز کوم چې که “نه” او “مه” له کلمې سره نیمه فاصله ولري، غوره به وي، ځکه چې “مه” او “نه” دواړه ناخپلواک مورفيمونه دي او له فعلونو سره تصريفي اشتقاق جوړوي: نه‎دی، نه‎ده، نه‎دي، نه‎لري، نه‎ځي، نه‎مني، نه‎مني، نه‎کوي، نه‎راځي، نه‎خوري، نه‎ژاړي… . همداسې؛ مه‎وایه، مه‎ځه، مه‎کوه، مه‎ژاړه، مه‎راځه….

• هم

” هم” چې که ورپسې مورفیم یا کلمې سره نوې اشتقاقي کلمه جوړوي، باید له کلمې سره یو ځای ولیکل شي. که “هم” له کلمې سره یو ځای ولیکل شي، د کلمې د اوږدېدو یا بدرنګۍ سبب کېږي، نو په داسې ځایونو کې زه د نیمې فاصلې وړاندیز کوم، لکه: هم‌زولی هم‎دوره، هم‎سویه۔ په دې ډول نيمه فاصله د هغو کلمو تلفظ هم اسانوي، چې تر “هم” وروسته راځي او په “م” پيل وي: هم‎مهاله، هم‎مسلکی…

• وال

“وال” چې کله د کلمې په پای کې راشي، نو له کلمې سره یو ځای کېږي، خو کله چې کلمه په پای کې زور”ه” یا زورکی “ه” ولري، نو بیا له کلمې سره نه یو ځای کېږي، ځکه چې که یو ځای شي، نو د کلمې په منځ کې د زورکي یا زور تلفظ پر “h” تلفظ اوړي.  “بانډه‌ وال”، چې په “بانډهوال” يې ليکل سم نه دي. که یو ځای کولی يې نه شو، جلا لیکل یې هم ځکه سم نه دي، چې “وال” له مخکنۍ کلمې سره جلا کلمه جوړوي، نو ښه ده چې په نیمه فاصله یې ولیکو، لکه؛ ( کامه‌وال، وسله‌وال، مینه‎وال بانډه‌وال، جلګه‌وال، بانډه‎وال، ازره‎وال، پانګه‌وال….)

د “والی” مورفیم هم په همدې کټه‌ګورۍکې راځي. لکه؛ (غوره‌والی، کره‌والی، سوچه‌والی، ښه‌والی…).

کله د کلمې په پای کې (ه) لوېږي او بیا وال یا بل مورفیم له لومړني مورفیم سره یو ځای کېږي. دا د وییپوهنې جلا بحث دی، خو ددې لپاره چې په زور یا زورکی ختم شوي مورفیمونه او ورپسې د نورو مورفیمونو د یو ځای کېدو بحث لاندې بیا بیا تکراریږي، نو یوازې د وییپوهانو ددې خبرې لنډه یادونه کوو چې کله فشار په وروستۍ خپه وي، نو (ه) نه لوېږي. خو که د وییپوهنې د قاعدې پر اساس (ه) ونه لوېږي، نو موږ یې په نیمه فاصله لیکو.

• ییز

‌دا مورفیم دوه حالتونه لري. که کلمه په بېواک ختمه وي، د “يز” په بڼه يوځای ليکل کېږي او که په خپلواکغږ ختمه وي، د “ييز” په بڼه ورسره يو ځای کېږي، خو کله چې له کلمې څخه جلا لیکل کېږي، غوره ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي. لکه؛ ( سیمه‎ییز، ډله‎ییز، سوله‎ییز، جګړه‎ییز، جوله‌ییز، خوله‌يیز، بانډه‎ییز، چره‎ییز، وسله‎ییز…). دلته که د “ییز” او کلمې ترمنځ پوره فاصله ورکړو، بیا داسې شوې لکه دوې بېلې کلمې، په داسې حال کې چې “ییز” له مخکنۍ کلمې یا مورفیم سره واحده کلمه جوړوي. که فاصله ور نه کړو، نو بیا یې تلفظ بدلېږي او په منځ کې راغلی زور او زورکی “h” تلفظ کېږي. له همدې امله غوره ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي.

• يي

دا وروستاړی هم که له هغو کلمو سره راځي چې پر زور یا زورکي ختم وي، نو ښه ده چې ترمنځ یې نیمه فاصله ولیکل شي. لکه؛ ( نشه‌يي، جمله‌يي، کلمه‌يي، بانډه‌يي، منطقه‌يي، ګله‌يي، حمله‌يي، دره‌يي، جوړه‌يي…)

• توب

دا مورفیم له کلمې سره یو ځای کېږي، خو کله چې د هغه کلمو په پای کې راځي چې په زور یا زورکي ختمې شوې وي او ورسره نوې کلمه جوړه کړي، نو ښه ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي، لکه؛ (کره‌توب، ښه‌توب، غوره‌توب، سوچه‌توب…).

• تون

دا مورفیم هم له کلمو سره یو ځای راځي، خو کله چې له هغو مورفیمونو یا کلمو سره راشي چې په زور یا زورکي ختم شوي وي او ورسره نوې کلمه جوړه کړي، نو ښه ده چې ترمنځ یې نیمه فاصله ولیکل شي، لکه؛ ( وسله‌تون، مېږه‌تون، زېرمه‌تون…).

• مار

کله چې (مار) مورفیم د یوې کلمې یا مورفیم په پای کې راشي او نوې کلمه جوړه کړي، نو نیمه فاصله ورسره کارول کېږي. لکه؛ ( جګړه‌مار، جرګه‌مار، داړه‌مار…)

• من

کله چې دا مورفیم د بل هغه خپلواک مورفیم یا کلمې په پای کې راشي چې په زور یا زورکي ختم شوی وي او نوې کلمه جوړه کړي، نو ترمنځ یې نیمه فاصله کارول غوره دي. لکه؛ ( هیله‌من، ګیله‌من…).

• له خپلواکو مورفیمونو رغېدلې کلمې

۱- هغه ترکیبي کلمې چې له خپلواکو مورفیمونو رغېدلې وي او لومړی مورفیم یې په زور او زورکي ختم وي، ښه ده چې په منځ کې یې نیمه فاصله وکارول شي. کېدای شي یوه ترکیبي کلمه له دوو یا څو خپلواکو مورفیمونو او یا هم له دوو خپلواکو او یو یا دوو ناخپلواکو مورفیمونو جوړه وي. نیمه فاصله له هغه خپلواک مورفیم وروسته راځي چې په زور یا زورکي ختم شوی وي. لکه؛ (جګړه‌ځپلی، زلزله‌ځپلی، زړه‎خوړلی، فراه‌مېشتی، میمنه‌مېشتی، قاهره‌مېشتی، بانډه‌مېشتی، سوله‌ساتی، جګړه‌خوښی، مېلمه‌پال، سوله‌پال، سوله‌خوښی، جګړه‌خوښی، جګړه‌پالی، هوکړه‌لیک، سوله‌مل، دولت‌جوړوونه، دولت‌جوړوونکی، تازه‌دمی…).

۲- هغه ترکیبي کلمې چې لومړی مورفیم یې په “ی” پای ته رسېدلی وي، پکار ده چې په منځ کې یې نیمه فاصله ولیکل شي، لکه؛ (خدای‌بښلی، زوی‌مړی، خدای‌وهلی، لوی‌ږیری…).

۳- هغه ترکیبي کلمې چې دویم مورفیم یې په داسې اواز پیل شي، چې لومړی توری پرې ختم شوی یا ورته نږدې وي. دا چاره د تلفظ پر مهال ستونزه جوړوي، نو پکار ده چې جلا ولیکل شي. لکه: (هم‌فکرتوب‌پالنه، زړورتوب‌پالنه…). په فارسي ژبه کې هم دا اصل شته. « له دې امله چې د نیمې فاصلې یوه دنده دا ده چې له اسانه لوستلو سره مرسته وکړي، له همدې امله په داسې حالاتو کې نیمه فاصله کارول کېږي».  (۸ : ۲۰۱۷)

کله ترکیبي کلمې داسې وي چې که یو ځای ولیکل شي، نو لوستل یې ستونزمنیږي او یا هم بدرنګي رامنځته کوي. ښه ده چې په دا ډول ترکیبي کلمو کې نیمه فاصله وکاروو. لکه؛ (ازادي‌غوښتونکی، بېلتون‌غوښتونکی، پراخ‌بنسټه، تاریخ‌جوړونکی، سپین‌پوستی، لیک‎نښې، تاریخ‎تېر،کمونسټ‌ډوله، سپین ږیری، سپین سری، سپین واسسکټی، انسان‎پېژندونکی، حیوان‌صفته.

۴- هغه ترکیبي کلمې چې دویمه برخه یې په (ا) پیلیږي، پکار ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي. لکه: غچ‌اخیستونکی…

• آباد

د “آباد” مورفیم چې له ځینو کلمو سره راځي او د ځایونو د نومونو لپاره ترکیبي نومونه جوړوي، پکار ده چې ترمنځ یې نیمه فاصله وکارول شي، لکه؛ (اسلام‎آباد، عشق‌آباد، زورآباد، مسلم‌آباد، جلال‌آباد، سیدآباد، شیخ‌آباد، دوغ‌آباد، حسین‌آباد…).

• کلا

هغه ترکیبي نومونه چې”کلا” مورفیم یې په پای کې راځي او د یوې کلا یا ځای د نومونې لپاره کارول کېږي، پکار ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي. لکه؛ ( موسی‌کلا، اسلام‌کلا، ملک‌کلا، حسن‌‌کلا…). خو که په ترکیبي نوم کې د اضافت توری (د) راشي، نو بیا باید جلا ولیکل شي. لکه؛ ( د احمدخیلو کلا، د دولت خیلو کلا، د بست کلا…).

• خېل

“خېل” مورفیم چې د ترکیبي کلمې په پای کې راځي، له کلمې سره یو ځای کېږي، خو کله چې لومړۍ کلمه یا مورفیم په زور یا زورکي ختم وي، نو بیا په نیمه فاصله لیکل کېږي. لکه؛ (تره‌خېل، پیره‌خېل، ادینه‌خېل…).

ډېری وخت که “خېل” له کلمې سره یو ځای ولیکل شي، د بدرنګۍ سبب کېږي، پکار ده چې دلته هم په نیمه فاصله ولیکل شي. لکه ( ابراهېم‌خېل، دولتی بس‌خېل، سلیمان‌خېل، اسماعیل‌خېل…).

• عددي ترکیبونه

په هغو عددي ترکیبونو کې هم نیمه فاصله کارول کېږي، خو چې لومړۍ برخه یې په زور یا زورکي پای ته رسېدلې وي. کله داسې وي چې د عددي ترکیب دواړه برخې عدد وي. لکه؛ (دوه‌ویشت، پینځه‌ویشت، اووه‌ویشت، اته‌‌ویشت، نهه‌ویشت، دوه‌دېرش، دوه‌پنځوس، پینځه‌پنځوس، اوه‌پنځوس، اته‌پنځوس، دوه‌اویا، پینځه‌اویا، اووه‌اویا، اته‌اویا، نهه‌اویا، دوه‌سوه، پینځه‌سوه، اوه‌سوه، اته‌سوه، نهه‌سوه…).

کله داسې وي چې د عددي ترکیب یوه برخه عدد وي ، لکه؛ (دوه‌ګونی، درې‌‌ګونی پینځه‌ګونی، لس‌ګونی، سل‎ګونی…).

یا هم لکه؛ (سل‌مخیز، دوه‌پوښه، دوه‌سری، درې‌ماشینه، څلور‌ټایره، څلوېښت‌متره…).

• جوړه ترکیبونه ( جوړه تړنګونه)

دا اسمي ترکیبونه چې اصلاً د “او، و” په مرسته جوړیږي، خو ډېر کله پکې دا وییکي یا غورځي او یا هم یوازې “و” پاتې کېږي. استاد زیار وايي: « د جوړه تړنګ مانا یا د غړو وییونو له ماناوو سره یو مخیز توپیر او تضاد لري، یا یې یو څه ښکارندويي کوي او یا هم د یو بل جاج بشپړوي او ټینګښت وربښي…» ( ۵ : ۶۱۴).

که په دغو ترکیبونو کې طبیعي نیمه فاصله نه راتلله او حروف یې سره یو ځای کېدل، نو ښه ده چې په نیمه فاصله ولیکل شي: (روغه‌جوړه، مرګ‌ژوبله، مرګ‌و ژوند، لوږه‌تنده، پاک‌سپېڅلی، مړی‌ژوندی، غاړې‌غرونه، سپکې‌سپورې، سړې‌تودې، تودې‌سړې، هسکې‌ټیټې، لوړې‌ژورې، وږی‌تږی، لوړې‌ځوړې، لیک‌لوست، تګ‌راتګ، خوږې‌ترخې، سړې‌تودې، راشه‌درشه، راکړه‌ورکړه، پوله‌پټی، اخ‌وډب، روغ‌رنځور،  غم‌وښادي، دوست‌ودښمن، بوره‌بدنامه، وران‌پردی، وران‌ویجاړ، لوڅ‌لغړ، دانګې‌وانګې، تش‌تپاک، ناسته‌ولاړه، وچ‌کلک، کلی‌کور، لوی‌واړه، چال‌چلند…).

• مهمل ترکیبونه

دا هغه ترکیبونه دي چې د ترکیب یوه برخه مانا نه لري. ځیني ژبپوهان دا نه مني چې دا یوه برخه یې بې مانا ده، ځکه وايي چې د مانا په پراختیا یا نورو چارو کې دا برخه مرسته کوي. استاد صدیق الله رښتین دا بحث د الفاظو د تکرار تر عنوان لاندې بیانوي او وايي: «دا تکرارونه د ځینو معنوي مقصدونو لپاره هم راځي، یعني کله پکې مقصد تاکیدوي او کله هم ورڅخه یوه بله مانا هم اخستل کېږي چې هغه مانا له یوه لفظ څخه نه شي مررادېدای» (۳: ۱۵۹)

استاد رښتین په همدې بحث کې او استاد زیار پښتو وییپوهنه او وییرغاونه کې د دغو ترکیبونو پر ډولونو او څرنګوالي اوږد بحث کوي چې دلته زموږ موضوع نه ده. موږ دلته یوازې همدومره وایو چې د دغو ترکیبونو ترمنځ باید نیمه فاصله وکارول شي. لکه: (ادلون‌بدلون، جېب‌مېب، قلم‌ملم، کتاب‌متاب، خوب‌موب، سرک‌مرک، لیک‌میک، ستن‌من، سترګه‌مرګه، سوچ‌پوچ، هک‌پک، یخ‌پخ، څوکۍ‌موکۍ…).

د جوړه او مهمل ترکیبونو په پاسنیو مثالونو کې تاسې ولیدل چې په ځینو کې د منځ “او، و” لوېدلي او په ځینو کې یوازې “و” شته. استاد زیار وايي: «…دا دواړه همانیز دي او یوازې غږیز (فونېټیکي) توپیر لري)، همدغه (او) دی چې د بېکواکپایو وییونو په زیاته کارېدنه پر (و) اوړي…» ( ۷:  ۲۰۲).

خو دلته د ترکیب بحث دی او ښکاري چې د ترکیب جوړولو لپاره (و) ډېر وخت غورځي.

• مرکب نومونه

په افغانستان کې ډېر خلک ترکیبي نومونه لري او بیا چې تخلص هم ورسره ولیکل شي، نو داسې ښکاري، لکه درې کلمې چې وي. که څه هم ځیني کسان تخلص په وړو قوسونو کې لیکي، خو که په وړو قوسونو کې ونه لیکل شي، نو بیا د نوم او تخلص په جلا کولو او یا هم په ویلو کې ستونزه وي. دلته ښه ده چې په ترکیبي نوم کې نیمه فاصله او له تخلص سره بیا یوه فاصله وي. لکه؛ (الطاف‌حسن ناصري، شفیع‎اعظم اوریاخیل، جمال‎ناصر اصولي…).

د نیمې فاصلې د کارونې پر وړاندې ننګونې

په پښتو کې د نیمې فاصلې د کارونې له اړتیا او ګټو سره سره یې د کارونې پر وړاندې ځینې ستونزې شته چې زه یې دلته یادونه کوم.

۱- خپلسري

 ‌‌ځیني کسان پوهېږي چې چېرته باید نیمه فاصله وکارول شي، خو له دې امله چې تر اوسه پرې لیکپوهانو او لیکوالو توافق نه دی کړی، نو نه یې کاروي. ستونزه دا ده چې په افغانستان کې داسې کوم مرکز نشته چې د لیک په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي او بیا ټولو ته د منلو وړ وي، نو ځکه توافق ته رسېدل هم ستونزمن دي. اوس که توافق نه وي او ځیني کسان یې په خپلسري ډول کاروي، نو دا بیا هم ستونزه ده، ځکه چې کېدای شي د کارونې پر ځای یې هم توافق نه وي. زه هم له همدې امله چې تر اوسه پرې پوره یا نسبي توافق نشته، نیمه فاصله نه کاروم او آن د نیمې فاصلې په اړه په دې لیکنه کې مې هم نه ده کارولې. که د نیمې فاصلې کارونه په نسبي توافق هم دود شي، نو ښه پرمختګ دی، خو که څو کسان یې کاروي، نو دا بیا په لیک کې د خپلسرۍ او ګډو‌ډۍ سبب ګرځي.

۲- عامېدل

له توافق وروسته دویمه چاره یې د عامېدو ده. د نیمې فاصلې یوه موخه مو دا یاده کړه چې ماشومان د کلمو پولې وپېژني او ترکیبي کلمې درک کړای شي. اوس دا مهم او اساسي کار دی چې څه ډول دا نیمه فاصله د ښوونځیو کتابونو ته ننوځي او هلته مراعات شي. په رسنیو، کتابونو او متونو کې یې کارول او عامېدل یوه ستونزه ده چې وخت او جدي کار ته اړتیا لري.

۲- د فونټ او کیبورډ ستونزه

‌‌نیمه فاصله لا هم زموږ په زياترو پښتو فونټونو او کیبورډونو کې په معیاري ډول نشته. که هم په ځینو کیبورډونو کې په (Shift + B) یا هم (backspace+Shift) سره لیکل کېږي، خو په ټولو کیبورډونو کې داسې نه ده. دغه راز دا ستونزه د موبایل په کیبورډونو کې شته. ددې تر څنګ کله نیمه فاصله د متن د کاپي او پېسټ پر مهال یا ځینو وېبپاڼو ته د پورته کولو پر مهال له منځه ځي او د متن د ګډوډۍ سبب ګرځي. ددې تر څنګ اوسنۍ شته نیمه فاصله په ځینو ځایونو کې د بدرنګۍ سبب ګرځي. ځیني نورې ستونزې هم شته، چې د فونټونو جوړوونکي، متخصصین او تخنیکي پوهان دا ستونزه حل کولی شي.

پایله

‌په هغو اندو اروپايي ژبو کې چې عربي توري کاروي د نیمې فاصلې کارول اړین دي. نیمه فاصله د مانا له کره لېږد، د ترکیبي کلمې او ساده کلمو ترمنځ له توپير، اسانه لوستلو او د لیک له ښکلا سره مرسته کوي. له همدې امله پکار ده چې نیمه فاصله وکارول شي. د نیمې فاصلې کارول به زموږ د لیک ځینې ستونزې حل کړي او ورو ورو به پښتو لیک لا زیات معیاري او کره شي. نیمه فاصله تر ډېره په هغو ترکیبي او اشتقاقي کلمو کې کارول کېږي چې سره یو ځای کول یې ستونزمن یا ناشوني وي. کله دا کلمې له خپلواکو مورفیمونو او کله هم له تړلي او خپلواکو مورفیمونو رغېدلي وي. ددې لپاره چې د نیمې فاصلې کارول په پښتو کې هم مروج شي، پورته یې په تفصیل سره د کارونې ځایونه په ګوته شول. خو ددې لپاره باید د ټولو او یا ډېری لیکوالو او لیکپوهانو توافق وي. په خپلسري ډول یې کارول د ګډودۍ او ستونزو لامل کېږي. ددې ترڅنګ د نیمې فاصلې تخینکې ستونزې او خنډونه باید لرې شي. له دغو چارو وروسته باید نیمه فاصله وکارول شي، عامه شي، ورو او په تدریج سره د پښتو لیک برخه شي. دا لیکنه یو وړاندیز دی چې په دې برخه کې به بحث او توافق ته لاره پرانیزي.

اخځونه

۱- بهروز، ذبیح الله. (۱۳۹۳). ایران کوده، ( نهمه ګڼه) تهران: مرکز مجله ایران کوده

۲- داوودی، حسین. (۱۳۸۳) راهنمای نګارش مواد اموزشی. تهران: انتشارات امیر کبیر

۳- رښتین، صدیق الله. ( ۱۳۸۳). پښتو اشتقاقونه او ترکیبونه (دویم چاپ). پېښور: د ساپي پښتو څېړنې او پراختیا مرکز

۴- زغم، احمدشاه. ( ۱۳۹۶). معاصره لیکوالي. کابل: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه

۵- زیار، مجاور احمد. (۱۳۹۳). پښتو وییپوهنه او وییرغاونه. جلال‌آباد: مومند خپرندویه ټولنه

۶- زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۵) لکیلارښود. پېښور: د ساپي پښتو څېړنې او پراختیا مرکز

۷- زیار، مجاور احمد، (۱۳۸۴) پښتو پښویه. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۸- سمیعي، احمد (۱۳۸۵). نګارش و ویرایش. تهران: سازمان سمت

۹- وحدت، عبدالسمیع. (۱۳۹۷) د سمونې لارښود. کابل: پکتوس

Share125Tweet78Share31
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

مې 13, 2025
کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

مې 13, 2025
بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

بدخشان؛ اشکاشم ولسوالۍ کې ۳ کان‌کیندونکي تر خاورو لاندې شوي

مې 13, 2025
د چاپېریال ساتنې رییس له یونیسف څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې

د چاپېریال ساتنې رییس له یونیسف څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کړې

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

این بي سي: ترمپ خپل لومړی بهرنی سفر له سعودي عربستانه پیل کړ

مې 13, 2025
کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

کورني پانګه وال د حاجي‌ګک پر کان۶۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي

مې 13, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist