چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

لاتينې امریکا ته د شي جین پينګ سفر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 24, 2024
in نړۍ
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د نومبر له ۱۳ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې په پيرو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان يا ايپيک د مشرانو په ۳۱ مه غير رسمي غونډه کې ګډون  وکړ، له پيرو څخه يې رسمي ليدنه وکړه، دغه راز په برازیل کې يې د شلو هېوادونو ډلې يا جي ۲۰ په ۱۹ مه سرمشريزه کې برخه واخیسته او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شي جين پينګ د ياد سفر د پای ته رسېدو په درشل کې رسنيو ته د نوموړي د دغه سفر په اړه معلومات ورکړل او په وينا يې، لاتينې امريکا ته د شي جين پينګ دغه سفر د دوستۍ او همکارۍ سفر دی، شي جين پينګ د دې ۱۱ ورځني سفر په موده کې په څه باندې ۴۰ دوه اړخيزو او څو اړخيزو فعاليتونو کې ګډون کړی او پر مهال يې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ څه باندې ۶۰ همکاریز سندونه لاسليک کړي، چې نه يوازې يې د لویو هېوادونو ترمنځ اړیکو له ثابت او سالم پرمختګ  سره مرسته کړې، بلکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د يووالي او د ځان بسياينې له ودې سره يې هم مرسته کړې ده. شي جین پينګ همدارنګه د دغه سفر پرمهال يوځل بيا له څواړخيزم ټينګ ملاتړ څرګند کړی دی.

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

لومړی، دغه سفر د اسيا او ارام سمندر سيمې د ورخلاصون او همکارۍ نوی مرحله پرانيستې ده.

د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د جوړېدو له ۳۵ کلونو راهیسې د دې سازمان په مرسته، د اسيا او ارام سمندر سيمه په نړۍ کې تر ټولو حياتي ځواک لرونکې اقتصادي سيمه او د نړیوال اقتصاد لپاره لوی خوځنده ځواک ګرځېدلې ده، خو په ورته وخت کې نړۍ نوې متزلزلې مرحلې ته داخله شوې او د يواړخیزم او پروټېکشنيزم يا د خپلې سوداګرۍ حمایت غوښتنې څپې پراخې شوې، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې همکارۍ يې ګواښلې دي. رئیس شي جين پينګ لاتينې امریکا ته د دغه سفر پر مهال د دې سيمې له هېوادونو غوښتي، چې په ګډې همکارۍ پراخه ګټه رسوونکې او ټولشموله اقتصادي نړۍ رامنځته کړي، پر رښتيني څواړخيزم ټينګار ولري، د خپلمنځي همکارۍ پرانيستی او اتصالي ماډل جوړ کړي، د زرغون پرمختګ او نوښت پر اساس پرمختيايي خوځنده ځواک وپالي او د پراخ ګټه رسوونکي او ټولشموله انکشاف مفکوره عملي کړي.

دويم، دې سفر د پرمختيايي هېوادونو تمرکز د نړيوالې ادارې اصلاحاتو ته اړولی دی

په نړۍ کې له تېرې يوې پېړۍ راهیسې بې ساري لوی بدلونونه ګړندي شوي او د سراسري جنوب يا پرمختيايي هېوادونو اغېزې مخ په پراخېدو دي. په جي شل کې افريقايي ټولنه شامله شوې، اندونيزيا، هند، برازیل او جنوبي افريقا په نوبت سره پر له پسې څلور کاله د جي ۲۰ د رئيسه هېوادونو په توګه دندې ترسره کړې، چې پدې سره په نړیواله اداره کې د پرمختيايي هېوادونو د ونډو زياتولو ته فرصتونه برابر شوي. شي جين پينګ د برازيل په ريو جانيرو کې د جي شل سرمشريزه کې له نړيوال پرمختګ څخه د ملاتړ په پار د چين اته تدابيرونه اعلان کړي دي چې په لاندې ډول دي:

 چين به د لوږې او بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې نړيواله اتحاديه کې شامل شي، له برازيل، جنوبي افريقا او افريقايي ټولنې سره به د پرانيستې نړيوالې علمي همکارۍ ګډ نوښت وړاندې کړي او لږ پرمختللو هېوادونو (LDCs) ته به يواړخيز ورخلاصون پراخ کړي.

درېیم، د دغه سفر پر مهال چين او پیرو د ګډو ګټو پر بنسټ د نړيوالې همکارۍ نوې نمونه جوړه کړې ده.

پيرو ته د شي جين پينګ د دغه سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې  د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون د اصلاح هوکړه ليک او د دواړو هېوادونو لخوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکارۍ پلان لاسليک شوی دی. د يادونې وړ ده، چې دواړو مشرانو همدارنګه په انلاين ډول د پيرو د چانکی بندر د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون کړی و. چانکی بندر د کمربند او لارې په چوکاټ کې يوه لويه پروژه ده او په فعاليدو سره يې ټرانسپورټي بيه او لګښت کم شوی او ځايي خلکو ته ګڼ شمېر کاري فرصتونه برابر شوي دي. د پيرو ولسمشرې دينا بولوارټ د دغه بندر پرانيستل د یاد هېواد ټولو خلکو لپاره د فخر وړ تاريخي شېبه بللې او په وينا يې، دغه لويه پروژه به د لاتينې امريکا د يووالي بهیر ته ډېره وده ورکړي او د پيرو د اقتصادي ودې نوی فصل به پيل کړي.

څلورم، د دغه سفر له لارې د چين او برازيل د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوی فصل شروع شوی.

برازیل ته د شي جین پينګ د دغه سفر پر مهال دواړو هېوادونو ګډه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د عدالت پر بنیاد ولاړې  نړۍ او دواملرونکې کرې د جوړولو په لور د ګډ برخليک ټولنې ته پورته شوې او د چين”کمربند او لار“ نوښت د برازیل له پرمختيايي ستراتېژۍ سره پيوند شوی دی.

 پنځم، دغه سفر د نړيوال مشارکت نوې بڼه رامنځته کړې ده.

شي جين پينګ د دغه سفر په موده کې له نورو مشرانو سره څه باندې ۱۰  دوه اړخيز ملاقاتونه وکړل،  چې د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره کتنه هم پکې شامله او د نړيوالې ټولنې ډېره پاملرنه يې راجلب کړې ده. شي جين پينګ جوبايډن ته په خبرو کې ويلي، که چين او امريکا یو د بل د ملګري پاتې شي او پر هغه اصل ټينګار ولري،چې په مهمو موضوعاتو باندې د نظر  يووالي ته ځان رسوي او د ځينو کوچنيو ټکو په باب اختلافونه ساتي، نو خپلمنځي اړيکې به اوږدمهاله وده ومومي. برعکس که دواړه هېوادونه ځانونه يو د بل سيالان وګڼي او سيالۍ وکړي، نو اړيکې به يې له خنډونو سره مخ شي او آن شاتګ به وکړي. جوبايډن شي جين پينګ ته په خبرو کې ويلي، امريکا نوې سړه جګړه ، د چين د نظام بدلول او له متحدينو سره د اړيکو د پياوړتيا له لارې د چين پرخلاف ځواک تقويه کول نه غواړي، له چين څخه د تايوان له بېلتون غوښتونکو ملاتړ نه کوي، له چين سره جنجال نه پاروي او د سيالۍ په موخه د تايوان په مسئله کې خپلې ګټې نه لټوي. نوموړي زياته کړې، چې هېواد يې غواړي له چين سره خبرې او د متقابل د پايلو په اړه پوهاوی زيات کړي او په مسئولانه ډول د نظر توپيرونه کنټرول کړي.

شپږم، دغه سفر د چين د ورخلاصون د پراختيا پيغام ورکړی دی.

شي جين پينګ د دغه سفر په موده کې په خپلو خبرو، کتبي ويناوو او مقالو کې د چين د باکيفيته پرمختګ او د لوړې سويې د ورخلاصون په برخه کې د مهمو تدبيرونو په اړه معلومات ورکړي او هيله يې څرګنده کړې، چې نور هېوادونه د چين په پرمختګ کې له نغښتو فرصتونو څخه ګټې پورته کړي.

د ډېرو هېوادونو مشرانو شي جين پينګ ډېر تجربه کار او د درناوي وړ مشر بللی دی. د چيلي ولسمشر ګابريل بوریک د «شي جين پينګ او د چين حکومتوالي» کتاب څلورم ټوک چې په هسپانوي ژبه ژباړل شوی، له ځان سره د وړولو په وخت کې له شي جین پينګ سره وکتل. شي جين پينګ د ګابريل بوريک په بلنې پر دغه کتاب خپل نوم  لیکلی او له بوريک سره يې ګډ عکسونه اخيستي دي.

د برازیل ولسمشر لولا ويلي، شي جين پینګ خلکو ته د ښېګڼو رسولو هڅه کوي او ټولنيز عدالت او انصاف ساتي، د جګړې، تقابل او تحریب نه، بلکې د سولې ، همکارۍ او ابتکار ملاتړ کوي، چې د نړۍ لپاره يې نمونه جوړه کړې ده.

د بيرو ولسمشرې دينا بولوارټ له رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي: شي جين پينګ مونږ ته رازده کړې، چې څنګه له بېوزلۍ  څخه خلاص شوو او پیاوړی هېواد شو، هغه  زموږ لپاره د زده کړې وړ نمونه ده.

Previous Post

پوتین د اوکراین جګړه کې جنګېدونکو روسي پوځيانو ته پورونه وبښل

Next Post

بېجينګ کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ د ورپېژندلو خبري ناسته تر سره شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
بېجينګ کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ د ورپېژندلو خبري ناسته تر سره شوه

بېجينګ کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ د ورپېژندلو خبري ناسته تر سره شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا: یوازې د افغانانو په استازیتوب د جوړ شوي حکومت ملاتړ کوو

امریکا: یوازې د افغانانو په استازیتوب د جوړ شوي حکومت ملاتړ کوو

جون 7, 2022
سیګار: افغان حکومت نشه یي توکو سره مبارزې ته پام نه‌ کوي

سیګار: افغان حکومت نشه یي توکو سره مبارزې ته پام نه‌ کوي

جولای 30, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved