چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چین د نړۍ د ډيجيټلتوب لپاره هڅې کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 27, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د چين د وو جن د انټرنېټ کلنۍ سرمشريزه د نومبر په شلمې نېټې د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې پرانيستل شوه.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ يادې سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام کې ويلي، چې هېواد به یې له نورو هېوادونو سره يو ځای په انټرنېټي چارو کې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ او د خلکو د ګټو لپاره هڅې وکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

روان کال د چين د دولت رئیس شي جین پينګ له خوا د ټاکل شوې (د پياوړي انټرنېټي هېواد د ابادۍ ستراتيژي) موخې د بشپړولو له لسمې کاليزې او د چيني او نړيوال انټرنېټ د پیوستون له دېرشمې کاليزې سره برابر دی.

د ووجن سرمشريزه په تېرې يوې لسیزې کې د چين د انټرنېټي چارو د پرمختيایي جريان شاهده پاتې شوې ده.

چين اوسمهال د پنځم نسل(5G) تخنيکي شبکې د پيمانې، د انټرنېټ کاروونکو د اندازې، د انټرنېټي پلورنې د ارزښت او په موبايل ټليفونونو د تادياتي اندازې په شمول ډېرو انټرنېټي چارو کې مخکښ مقام نيولی او اوس يې له لوی انټرنېټي هېواد څخه د پياوړي ډيجيټلی هېواد په لوري ګامونه پورته کړي دي.

شمېرې ښيي، تېر کال د چين د ډيجيټلي اقتصاد پيمانه ۵۳۹۰۰ ميليارډه يوانه وه او د کورني توليد په عمومي ارزښت کې خدمتي انډول يې په سلو کې ۶۶ اعشاريه ۴۵ ته رسېدلی دی. پورتنۍ شمېرې د چينايانو لپاره د ډېرو اسانتياوو د برابرولو او د دوی ښه ژوند ښکارندويي کوي.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د اېپيک ۳۱مې غير رسمي سرمشريزې ته (( د ډېټا نړيوالې تبادلې او همکارۍ)) وړانديز کړی دی. د وو جن په سږنۍ سرمشريزې کې د دغه وړانديز په تړاو يو سند خپور شوی او د ډېټا او شمېرو د نړيوالې تبادلې د ادارې په اړه پکې د چین لايحه وړاندې شوې ده.

په دغه سند کې ويل شوي، چين پر پرانيستو، ټولشمولو، امنيتي او همکاريزو او ناتوپيري اصولو ټينګار لري او د ډېټا د خونديتوب د نړيوالو تبادلو لپاره به هڅې وکړي.

شنونکي دا ((د ډېټا نړيوال امنيت)) وړاندیز تر خپرېدو وروسته په يادخ برخه کې د چين بل مهم وړانديز بولي، چې د څو اړخيزم د پلي کولو لپاره د دغه هېواد د ټينګې ارادې ښکارندويي کوي.

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵م کال د ډسمبر په ۱۶مې نېټې د دوهمې نړيوالې انټرنېټي غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه او په لومړي ځل يې د نړيوال انټرنېټي اداري سيسټم د اصلاحاتو د پرمخبېولو څلور اصول او د انټرنېټ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پنځه فقره ييز وړانديز يې اعلان کړل.

دغې سرمشريزې د مصنوعي ځيرکتيا د تخنيک، صنعتي پرمختګ او د انسانانو د اقتصاد او ټولنې پر اغېزو تمرکز درلوده. چين د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ او خونديتوب په برخه کې فعالې هڅې کوي او وړانديزونو او ژمنو ته د عمل جامې اچوي.

د ووجن لومړۍ سرمشريزه لس کاله مخکې ترسره شوې وه او اوسمهال دغه سرمشريزه نوي لس کلن پړاو ته داخله شوې ده.

ياده سرمشيزه په تېرې لسيزې کې داسې لويه انټرنېټي غونډه ګرځېدلې، چې په چين کې يې پيمانه ډېره لويه او کچه يې لوړه ده. تراوسه پورې څه باندې لس زرو کورنيو او بهرنيو مېلمنو پکې ګډون کړی او د غونډې تشکیلاتي کمېټې يې څه باندې سل فعاليتونه ترسره کړي، چې پر مټ يې ووجن د نړۍ د مخکښو انټرنېټي تخنيکونو د خپرولو لومړی ځای ګرځېدلی دی.

نړۍ يوازې د همکاريو له لارې ښه راتلونکی برابرولی او د ګډو برياليتوبونو له لارې يو له بل سره دايمي اړيکې ټينګولی شي.

د سږنۍ سرمشريزې ګډونوالو پر ګډو مشورو، ابادۍ او د معلوماتو د شريکولو پر نړيوالو اداري افکارو ټينګار کړی او د لا روښانه ډيجيټلي راتلونکي د برابرولو په موخه یې د انټرنېټي او ډيجيټلي اقتصادي پرمختګ په ګړندي اورګاډي کې د بېلا بېلو هېوادونو د ځای لپاره هڅې کړې دي.

Previous Post

په افغانستان کې د عامه ترانسپورت د اصلاحاتو اړتیا؛ د پرمختګ او اسانتیا لپاره بنسټیز ګام

Next Post

شي جين پينګ له فلسطينيانو د ملاتړ نړيوالې ورځې يادغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ له فلسطينيانو د ملاتړ نړيوالې ورځې يادغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فراه کې د ۳۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت۵۰ پروژې پلې شوي

فراه کې د ۳۷۵ ميليونو افغانيو په لګښت۵۰ پروژې پلې شوي

مارچ 26, 2024
کندهار کې د انارو ملي او نړۍوال نندارتون جوړیږي

کندهار کې د انارو ملي او نړۍوال نندارتون جوړیږي

نوومبر 9, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ