د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چین له افغانستان سره د طبیعي پېښو او نسناستې ناروغۍ له اغېزمنو ماشومانو او کورنیو سره د روغتیایي او حفظالصحې خدمتونه وړاندې کولو په موخه د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته کړې ده. یونیسف زیاته کړې، چې د دې مقدرا پیسو په مرسته به څه باندې ۲۸ زره او ۵۰۰ کورنیو ته د اوبو پاکولو ګولۍ او حفظالصحې کڅوړې چمتو شي.
































