چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړۍ ولې د چين اکمالاتي ځنځير ته اړتيا لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د اکمالاتي ځنځير په دويم نړيوال نندارتون کې، چې د نومبر په ۲۶مې نېټې پرانېستل شوی او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به ترسره شي، د برخوالو تصديو، ارګانونو او نړيوالو سازمانونو شمېر د لومړۍ دورې نندارتون په پر تله ۲۰سلنه زيات شوی، د برخوالو بهرنيو سوداګريزو تصديو اندازه پکې د تېر کال له ۲۶سلنې څخه ۳۲سلنې ته لوړې شوې او د برخوالو نړيوالو مخکښو ۵۰۰ تصديو شمېر يې د تېرې دورې په نسبت ۴۲سلنه زيات شوی دی.

د دغه نندارتون په ګډونوالو بهرنيو تصديو کې د امريکايي تصديو شمېر تر ټولو زيات او ورپسې د اروپا او جاپان د تصديو شمېر په لوړې اندازې ښودل شوی دی.

 د چين او نورو هېوادونو د ګډو همکاريو تر چتر لاندې د بشپړ اکمالاتي ځنځير او د لوړې ټېکنالوژۍ په وسيله د توليدي ځنځير ډګرونه پراخ شوي، خو لا هم کافي نه دي او په اړه یې باید نورې ډېرې چارې ترسره شي.

ولې نړۍ د چين اکمالاتي ځنځير ته اړتيا لري؟

بهرنۍ تصدۍ د چين د اکمالاتي ځنځير د ډګر له لارې د تګ راتګ او همکاريو فرصتونه لټوي. د چين د اکمالاتي ځنځير نړيوال نندارتون د نړۍ لومړی داسې نندارتون دی، چې د اکمالاتي ځنځير لپاره ځانګړی او د دولت له لوري پر لاره اچول شوی دی. دغه نندارتون له دوه کلن پرمختګ وروسته د اکمالاتي ځنځيرونو په برخه کې د اړوندو پرمختيايي فرصتونو د شريکولو لپاره نړیوال پلاټفورم ګرځېدلی دی. د يادونې وړ ده، چې په سږني نندارتون کې چيني او بهرنیو تصدیو په ګډه توليدات نندارې ته وړاندې کړي وو. د بېلګې په توګه، د برېتانيې ريو ټينټو ګروپ (Rio Tinto Group)، د المان بوسچ ګروپ(Bosch Group) او د چين  باوو او شياو پنګ څلورو تصدیو پکې په ګډه پر مصنوعي ځيرکو تخنيکونو سمبال د موټرو اکمالاتي ځنځير نندارې ته وړاندی کړی دی.

په چين کې د بوسچ ګروپ استازي شوی دا چيوان رسنيو ته ويلي، د چين په پراخېدونکي او زياتيدونکي بازار کې د تصديو د پرمختګ کيلي دا ده، چې يو له بل سره د نوښتګر او ثابت اکمالاتي ځنځير په سيسټم او په ټولو کړیو کې يې همغږي او همکارۍ وکړي.

اوسمهال د نړيوال اقتصاد پرمختګ کمروزی دی او په همداسې حال کې ځيني هېوادونه د اکمالاتي ځنځير د پرېکون نظريې پورته کوي او د ګمرکي تعرفو د زياتوالي په شمول د ځاني سوداګرۍ تدبيرونه غوره کوي، چې له امله به یې د نړيوال اکمالاتي ځنځير ثابتوالی خراب شي. نړۍ ته د دغو هېوادونو ورته کړنې د منلو نه دي.

د چين د اکمالاتي ځنځير د سږني نندارتون شمېرې ښيي، چې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د پيوستون شاخص له صفر اعشاريه ۲۷۱ څخه صفر اعشاريه ۷۳۲ ته لوړ شوی، له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې د نړيوال اکمالاتي ځنځير د هڅونې شاخص له صفر اعشاريه ۲۷ څخه صفر اعشاريه ۶۶ ته لوړ شوی دی.

د سږني ننداتون د ګډونوالو په اند، چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير د شاخص د لوړېدو لپاره مهم رول لوبولی او د بنسټيزو تاسيساتو د تګ راتګ، د عرضې ځنځير د ډيجيټل او سمارټ کېدو او د ازادې سوداګرۍ د لړيزو تړونونو د لاسليکېدو په شمول ډېر کارونه يې ترسره کړي دي او د نړيوال اکمالاتي ځنځير سلسله يې غځولې ده.

برسیره پر دې ، بهرنۍ تصدۍ د چين او نړۍ د پیوستون پر توان هم پوره باور لري.

چين په نړۍ کې د توليد په برخه او هم د توکو د تجارت په برخه کې د لوی هېواد په توګه په نړيوال اکمالاتي ځنځير کې کليدي رول لوبوي.

چين نړيوالو مشتريانو ته د لوړ کيفيت او ټيټې بيې توليدات برابروي او د اقتصاد د مختلفو پړاوونو د روانېدو لپاره مهم ضمانت جوړوي.

د برېتانيې ريو ټينټو ګروپ او د چين وو شي باو تونګ شرکت له تېرې لسیزې راپدېځوا نږدې همکارۍ لري، ریو ټينټو ګروپ د چين له وو شي باو تونګ شرکت سره پر خپلمنځي همکاريو خوښ دی او ارزيابي يې ښيي، چې د امريکا، استراليا، لوېديځې اسيا او مغولستان او هر ځای کې د ياد چيني شرکت لخوا برابر شوي تجهيزات په هر ډول اقليمي شرايطو کې شپه ورځ کار کولی شي.

چين د ملګرو ملتونو د معيار له مخې د صنعتي چارو داسې بشپړ ډولونه او سيسټمونه لري، چې د بهرنيو تصديو د کارونو موثريت لوړولی او اصلي لګښت یې کمولی شي.

د جيانګ سو ولايت په تای چانګ ښار کې يوه فابريکه شته، چې د نوې انرژۍ موټرو لپاره کليدي پرزې جوړوي، او د موټرو د بسته بندۍ لپاره بلې تصدۍ ته ليږدوي، چې د ليږدولو وخت يې ډېر کم دی، ځکه دواړه تصدۍ ډېرې نږدې دي او يوازې څو کيلومتره واټن لري.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د يادونې وړ ده، چې په چين کې د نوي کيفيت د توليدي ځواک پیاوړتيا د نړيوالو توليدي او اکمالاتي ځنځيرونو اصلاحاتو ته نوی خوځنده ځواک ورکړی دی.

ياد نندارتون د پرمختللو ټېکنالوژيو د توليدي ځنځيرونو ډګر ګرځېدلی دی. د امريکا د هونېوېل (Honeywell) شرکت چيني مشر يو فنګ خبريالانو ته ويلي، چې دغه شرکت به یې په چين کې د نويو ډولو انرژيو د زېرمې د اندازې د زياتېدو او د استفاده کوونکو ځايونو د پراخېدو په حال کې د ټېکنالوژي په وسيله د نويو انرژيو زېرمه ييزو چارو د اکمالاتي ځنځير د ثابت پرمختګ هڅونه وکړي او له چيني شرکتونو سره به يو ځای زرغون پرمختګ پرمخبوزي.

که د اقتصاد د نړيوال کېدو په درشل کې نړيوال اکمالاتي ځنځير پرانيستل شي، نو بې له شکه ګډ پرمختګ به رامنځته شي.

څه موده مخکې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېمې عمومي غونډې کې ویل شوي، چې د توليد او عرضې په ځنځیرونو کې باید نړيوالې همکارۍ پياوړې شي.  چين د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو او د توليد او عرضې ځنځير د ثابتوالي لپاره فعال کارونه ترسره کوي او د نړيوالو تصديو د همکاريو باور یې خپل کړی دی.

د چين د سوداګرۍ پرمختګ ټولنې په وروستيو کې یوه سروې ترسره کړې او څه دپاسه څلور سوو بهرنيو تصديو مسئولين يې پکې پوښتلي دي.

د دغې سروې څه باندې ۶۰ سلنه تصدۍ پر دې نظر دي، چې د چين تګلارې د ملاتړ رول لري او د لوړې سويې ورخلاصون یې ورته پوره باور او احساس ورکړی دی.

Previous Post

چین له افغانستان سره ۱.۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

Next Post

شي جين پينګ د نوې زمانې د مارکسيزم د تيوريو د څېړنې او ابادۍ مهمه لارښوونه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جين پينګ د نوې زمانې د مارکسيزم د تيوريو د څېړنې او ابادۍ مهمه لارښوونه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکایي استازي له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو ملاتړي دي

امریکایي استازي له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو ملاتړي دي

جولای 22, 2020
د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغان کډوال ازاد شول

د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغان کډوال ازاد شول

اپریل 14, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved