د سرپرست حکومت اداري مرستيال ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزير عبدالله عارفوف سره کتلي. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همدا راز سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې دي. ازبک مشر د افغان – ټرانس لويې پروژې عملي کېدل د افغانستان په ګډون ټولو دخيلو هېوادونو ته ګټوره بللې ده. اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا په نورو برخو کې د اړیکو د لا غوړېدا لامل بللې او پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
































