د چين خارجه وزير وانګ يي د نومبر په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په چنګ دو ښار کې د ترکمنستان له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير رشید ميريدوف او د قرغېزستان له خارجه وزير کولیبايف سره وکتل. دوی د چين او منځنۍ اسيا هېوادونو د خارجه وزيرانو په پنځمه کتنه کې د ګډون په پار چين ته راغلي دي.
وانګ يي ښاغلي ميريدوف ته ويلي، چين غواړي له ترکمنستان سره د سوداګرۍ او پانګونې خپله همکاريزه پيمانه لا پسې پراخه کړي، لا زيات ترکمنستاني توکي به وارد کړي او په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره د لا زياتو چيني تصديو هڅونه به وکړي.
د ترکمنستان خارجه وزير ميريدوف ويلي، ترکمنستان له چين سره پر تلپاتې دوستۍ ټينګار لري، غواړي د چين له لوړ پوړيو چارواکيو سره تګ راتګ زيات کړي او د ګډو ګټو پر بنسټ به د طبيعي ګازو په اړه خپلمنځي همکاريزه پروژه پرمخ بوزي.
وانګ يي دغه راز د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر کولیبايف ته هم ويلي، دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي متقابل ستراتيژيک باور لا پسې زيات کړي، د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ دې زياتې کړي، نسل په نسل دوستۍ دې په ميراث پرېږدي او خپلمنځي هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ته دې نوي پرمختګونه ورکړي.
د قرغېزستان خارجه وزير کولیبایف ويلي، هېواد يې تمه لري چې چين په راتلونکې مرحله کې د دواړوهېوادونو د لوړ پوړيو چارواکيو د تګ راتګ تياریانې ښه ونيسي، د لوړ پوړي ستراتيژيک ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړي او اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، ګمرکاتو او ځمکنيو بندرونو په شمول مختلفو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي.