د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال عتیق الله عزیزي، په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره په کتنه کې، د تېرو څه باندې درېیو کلونو په لړ کې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د پیاوړتیا او انکشاف په برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو یادونه کړې ده. په دې کتنه کې د هنر او کلتور مرستیال، ویلي چې افغانستان د تاریخي او هنري آثارو له اړخه یو بډای هېواد دی او د اسلامي معمارۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، موزیمونو او نورو فرهنګي برخو د تحقیق او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او ګډ کار ته چمتو دی. دغه راز د قطر سفارت سلاکار ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د یوې دوه اړخيزې هوکړه لیک په رڼا کې د افغانستان د ګڼو فرهنګي او تاریخي آبداتو او مرکزونو په تقویت او جوړونه کې مهم رول ولوبوي.
































