د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د همدې مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د ډسمبر په ۴مه نېټه د ۲۰مې دورې په بېجينګ – توکيو فورم کې ويډيويي وينا وکړه.
وانګ يي په خپله وينا کې هيله وښودله چې جاپان په معقوله توګه د چين پرمختګ ته وګوري او د دواړو هېوادونو هغه مهمې موافقې پلې کړي چې له مخې يې چين او جاپان يو د بل همکاران دي او یو او بل ته دې ګواښ پېښ نه کړي.
نوموړي زياته کړه، دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو سياسي بنسټ وساتي. د چين او جاپان تر منځ څلورو سياسي سندونو د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي او حقوقي بسنټ ايښی دی چې هېڅوک يې بايد تر پښو لاندې نه کړي.
وانګ يي ويلي، دواړه هېوادونه بايد د ګډو ګټو پر بنا د ورخلاصون ستراتيژي پرمخ بوزي، نړیواله او سیمه ییزه سوله او ثبات دې وساتي.
د بېجينګ – توکيو فورم د چين او جاپان تر منځ د رسمي او ملکي تګ راتګ او نظرتبادلې ډېر مهم ډګر دی چې له ۲۰۰۵م کال راهيسې هر کال تر سره کېږي.
سږنی فورم په دې منځپانګه تر سره شوی چې چين او جاپان دې په ګډه د څواړخيزم تر چوکاټ لاندې نړیوال سوله ییز نظم بيا اباد کړي.
































