د عامې روغتیا وزارت سرپرست په چین کې د سنتي طب نړۍوالې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طب برخه وګرځي. نور جلال جلالي د سنتي طب په برخه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو همکاریو ټنیګار کړی دی. د عامې روغتیا وزارت چارواکي په داسې حال کې د سنتي طب د برخې جوړېدو خبره کوي، چې تازه د هیواد په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر حضور بندیز اعلان شوی دی. دغه بندیز په کور دننه او نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کرکټ یو شمېر مشهورو لوبغاړو او دغه راز یوناما په طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو او نجونو پر حضور د بندیز د راپورونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دوی له مسوولو چارواکو غوښتنه کړې، چې دا پرېکړه بیرته بدله کړي.
































