چين او زامبيا د ډسمبر په درېيمې نېټې په نيويارک د ملګرو ملتونو په مقر کې د مصنوعي ځيرکتيا وړتيا د ابادولو په پار د نړیوالې همکارۍ دوستانه ګروپ لومړۍ غونډه په ګډه تر سره کړه.
په دې غونډه کې د مصر، پاکستان، برازیل، اتوپیا، اندونیزیا، روسیې، امريکا، فرانسې او بریتانیا په ګډون د څه باندې ۸۰ هېوادونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو استازو ګډون کړی و.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ دغې غونډې ته ويلي، دغه ګروپ به پراخې ملګرتیا پيدا کړي او په عملي او اغیزمنو اقداماتو به د مصنوعي ځيرکتيا چارې پرمخ بوزي.
































