چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د سوریې ناڅاپي بدلون به لړیزې اغېزې ولري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 9, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د سوریې ناڅاپي بدلون به لړیزې اغېزې ولري

Syrians flash victory signs as they celebrate the arrival of opposition fighters in Damascus, Syria, Sunday, Dec. 8, 2024. (AP Photo/Omar Sanadiki)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سوریې د حکومت مخالف وسله وال د ډسمبر په ۸مې نېټې پلازمېنې دمشق ته ننوتل او مشر یې د دغه هېواد د ملي ټلویزیون له لارې د دمشق د ازادۍ او د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو اعلان وکړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ یوې اعلاميې کې ويلي، چې بشار الاساد د سوریې د ولسمشرۍ له دندې څخه استعفاده کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د سوریې حکومتي ځواکونو د تېر نومبر له ۲۷مې نېټې راهيسې د مخالفینو پر وړاندې سختې شخړې وکړې، خو ناڅاپي د دغه هېواد وضعیت بدلون وموند او وسله والو پر ټولې سوریې ولکه ټينګه کړه.

د سوریې د وضعیت دغه بدلون د تېر نومبر په ۲۷مې نېټې پیل شو او د حکومت ضد وسله والو او تندلارو په همدې نېټې د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې پراخ بریدونه پیل کړل او یوازې په څو ورځو کې یې د پلازمېنې دمشق په ګډون ټول هېواد تر کنټرول لاندې راووست.

د سوریې حکومتي ځواکونه د مخالفینو د بریدونو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای او په چټکۍ يې خپل سنګرونه پرېښودل.

شنونکي وايي، د سوریې ځواکونو کافي توان نه درلود او بهرنۍ مرستې هم ورسره کمې شوې وې.

د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوه او له همغه وخت راهیسې د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.

د امریکې په شمول لوېديځو هېوادونو د سوریې پر حکومت بندیزونه لګولي وو او د واشنګټن په ملاتړ کرد وسله والې ډلې د سوریې د نفتو تولیدي سیمې تر کنټرول لاندې راوستلې وې، چې له امله یې د حکومت مالي عواید ډېر کم شوي وو.

سوریه له ۲۰۲۰ کال وروسته د کرونا وبا او سختې زلزلې له امله وځپل شوه او ورپسې د اوکراین او روسیې کړکېچ پرې بد اغېز وکړ او په دغه هېواد کې انفلانسيون يا د پیسو پړسوب راپورته شو.

 که څه هم د بشارالاسد حکومت د يادو پېښو پر وړاندې ځيني تدبیرونه نیولي وو، خو د حکومت په کنټرول سیمو کې اقتصادي حالت ورځ تر بلې خرابېدل او له حکومته د خلکو د رضایت کچه په کمېدو وه.

بله خوا، د سوریې د حکومت لوی ملګري هېوادونه په دې وروستیو کې له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

د شانګهای د نړيوالو زده کړو پوهنتون (Shanghai International Studies University)  د منځني ختيځ د چارو څېړنیزې ادارې پروفیسور دینګ لونګ پر دې اند دی، چې د سوریې حکومت د خپلو ځواکونو د پیاوړي کولو توان له لاسه ورکړی و او په خبره یې، د سوریې حکومت يوازې تر کنټرول لاندې سیمې ساتلې او حتی دغه سیمې يې د روسیې د هوايي ځواک او د لبنان د حزب الله د ځمکني ځواک او د ایران لوژستیکي او لارښوونکې توان په ملاتړ ساتلې وې.

د چین د نړیوالو موضوعاتو د څېړنیز مرکز څېړونکي لي ځه شین پر دې اند دی، د لبنان حزب الله ډله د اسرائیل لخوا سخته ځپل شوې، ایران له زیاتو ستونزو سره مخ دی او روسیه بیا د اوکراین کړکېچ کې ګېره پاتې ده.

د شانګهای د فو دان پوهنتون مرستیاله پروفیسوره جانګ چو چو په دې اند ده، چې د سوریې د حکومت درې لوی ملګري ډېر کمزوري شوي او د بشار له حکومت سره یې د کافي مرستو توان نه درلود.

سوریه په سیمې کې مهم ستراتيژيک مواقعیت لري او په کوردننه بیا د قومونو او مذهبونو حالات يې پیچلي او سخت دي.

شنونکي د سوریې کورنيو ستونزو ته په کتو وايي، چې د دغه هېواد اوسنی بدلون ښايي د سوریې کورنی جنجال نور هم سخت کړي او د منځني ختیځ د وضعیت د لا ترینګلتیا سبب به وګرځي.

 پروفیسور دینګ لونګ وايي، د سوریې د حکومت ضد ډله هيئة تحرير الشام، د امریکې تر ملاتړ لاندې کردان او د ترکیې تر ملاتړ لاندې بله وسله واله ډ‌له په دغه هېواد کې درې لوی ځواکونه دي، چې په راتلونکي کې به یو له بل سره څنګه چلند وکړي؟ وخت به یې ځواب ووايي.

 که د سوریې وضعیت نور ترینګلی شي، نو پرته له شکه پر ګاونډیو هېوادونو به سختې منفي اغېزې وکړي.

د نینګ شیا پوهنتون د چین او عربي هېوادونو د څېړنیزې ادارې اجرائيوي مشر نیو شین چون پر دې اند دی، چې د سوریې ګڼ شمېر خلک لبنان، اردن او ترکیې ته کډه شوي او پر اوږو یې د اقتصاد او ټولنې درنې دندې پرتې دي او په ورته وخت کې ښايي د داعش په شمول نورې تندلارې ډلې بیا سرونه راپورته کړي او سیمې ته به سرخوږی جوړ کړي.

Previous Post

د شي جين پينګ کتاب «د ولسي کانګرس پر نظام ټينګار او بشپړتيا» خپور شو

Next Post

د لغمان د احصایې او معلوماتو ریاست ۱۵میلیونه عواید راټول کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د لغمان د احصایې او معلوماتو ریاست ۱۵میلیونه عواید راټول کړي

د لغمان د احصایې او معلوماتو ریاست ۱۵میلیونه عواید راټول کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د يون نان ولايت له لي جيانګ ښار څخه ليدنه کړې

شي جين پينګ د يون نان ولايت له لي جيانګ ښار څخه ليدنه کړې

مارچ 20, 2025

په جيانګ سو کې د ۲۰۲۴م کال د چین ځيرک کمونيکېشن نړیوال فورم ترسره شو

سپتمبر 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ