د ډسمبر ۱۰مه نېټه د بشري حقونو نړیواله ورځ او هم د بشري حقونو د نړيوال اعلان د خپرېدو ۷۶مه کليزه ده. په دې مناسبت د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۱۰مه نېټه رسنيو ته ويلي، هېواد يې له بېلابېلو خواوو څخه غواړي، چې د ملګرو ملتونو د منشور اصول مراعات کړي، د بشري حقونو په برخه کې رغنده خبرې او همکارۍ وکړي او په ګډه دې د بشري حقونو نړیوالو چارو ته سالم پرمختګ ورکړي. دې هیله ښودلې، چې یو شمېر هېوادونه دې د بشري حقونو مسئلې په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.
نوموړې ویلي، چې ۷۶ کاله مخکې خپور شوی د بشري حقونو نړیوال اعلان د انساني تمدن د پرمختګ په تاريخ کې مهم ارزښت لري او د بشري حقونو د نړيوالو چارو پر پرمختګ ژوره اغېزه لري.
































