د چين له لويې برخې سره د مکاو د یو ځای کېدو د ۲۵مې کليزې د نمانځنې لپاره د چين مډيا ګروپ د يو لړ غوره پروګرامونو د خپراوي لړۍ د دسمبر له ۱۶مې نېټې څخه په مکاو کې پيل شوه، چې ۱۱ غوره پروګرامونه به يې د مکاو په څو لویو خبري رسنيو کې نندارچيانو ته وړاندې شي.
دا د چين ميډيا ګروپ او د مکاو د ځانګړې ادارې سيمې حکومت ت منځ د سراتيژيکو همکاريو د ژورتيا يوه بله لاسته راوړنه ده او د مکاو اوسېدونکي به په دې سره د عصري هېواد د ورخلاصون او فرهنګ په هکله معلومات تر لاسه کړي او د هېواد له سترې برخې سره به په ګډه پرمختګ وکړي.
































