د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جين پينګ د دسمبر د ۱۸مې نېټې په ماسپښین د ځانګړې الوتکې له لارې مکاو ته لاړ او په هوايي ډګر کې یې وینا وکړه.

شي جین پينګ به د هېواد له سترې برخې سره د مکاو د یو ځای کېدو د ۲۵مې کلیزې په لمانغونډه کې او د مکاو ځانګړې ادارې سیمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي، هغه به له مکاو څخه لیدنه هم وکړي.































