د امريکا ولسمشر جوبايډن د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد ۲۰۲۵ مالي کال د ملي دفاع مجوز لاسليک کړ او په دې سره به دغه مجوز قانوني بڼه خپله کړي، چې په دغه مجوز کې د چين په اړه منفي محتويات شتون لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه ويلي، چې امريکا په خپله خوښه د ۲۰۲۵ مالي کال د ملي دفاع مجوز لاسليک کړی او کال په کال يې (( له چين څخه ګواښ)) په اړه بې ځايه تبليغات کړي، د چين له تايوان څخه پر پوځي د ملاتړ غږ پورته کړی ، د چين د تکنالوژۍ او اقتصادي پرمختګ د مخنيوي لپاره يې هڅې کړي، د چين او امريکا تر منځ پر اقتصادي، سوداګريز او کلتوري تګ راتګ يې بنديزونه لګولي ، د چين حاکميت، امنيت او د پرمختګ ګټو ته يې زيانونه رسولي او د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکو د باثباته کولو لپاره ګوښښونو ته يې هم زيان رسولی دی.
ماو نينګ ويلي، چين له دې سره ټينګ مخالفت کړی او امريکا ته يې خپل سخت اعتراض وړاندې کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې چين به د امريکا يادې کړنې ته جدي او اغېزمن ځوابونه ورکړي او د خپل ملي حاکميت امنيت او پرمختګ ګټې به په ټينګه وساتي.










