چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د لا پرانیستې تګلارې د غوره کولو په اړه د چین باور

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 24, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د مهاجرت ادارې د دسمبر په ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې له ویزې پرته په چین کې د بهرنیانو د پاتې کېدو وخت له مخکنیو ۷۲ یا ۱۴۴ ساعتو څخه ۲۴۰ ساعتو ته اوږد شوی، یعنې بهرنیان د چین له لارې درېیم هېواد ته د تګ پر مهال له ویزې پرته په چین کې ۱۰ ورځې پاتې کېدای او د چین ۲۴ ولایتونو او ښارونو ته سفرونه هم کولای شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د دې خبر د اعلانېدو په یوه ساعت کې چین ته د تلونکو هوايي ټکیټونو او په چین کې د هوټلونو د انتخابولو اندازه د هغه وخت د تېرې ورځې په نسبت ۸۷ سلنه زیاته شوې.

نو ولې چین د لا پرانیستې تګلارې پر غوره کولو باور لري؟

د شنونکو په اند، له ښکلو منظرو، زر کلن تاریخ لرونکو کلتوري او هنري اثارو، خوندورو خوړو پرته، امنیتي چاپېریال او د ژوند اسانتیاوې د بهرنیو سیلانیانو د جلبونې مهم عوامل دي.

د چین د سیلانیزو چارو د څېړنیزې ادارې مشر دای بین ویلي، د سیلانۍ تر څنګ ژوند دی. ویل کېږي چې بهرني سیلانیان چین ته په راتللو سره د چینایانو رښتنی ژوند ګوري. چین په دې وروستیو کلونو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو، د ښاري کېدو بهیر پرمختګ او د ښکليو کلیوالو سیمو د جوړونې په شمول ځینو برخو کې د لیدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او چینایان په خوندي توګه ژوند او کار کوي، نو موږ د بهرنیانو پر وړاندې باور لرو.

ډېرو اروپايي او امریکايي سیلانیانو په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو په خپرولو سره  په چین کې د ټولنې پر امنیتي حالاتو حیرانتیا څرګنده کړه. د چین په ګوټ ګوټ کې چاپېریال خوندي دی او په ورځ او شپه کې خلک تګ راتګ کوي، هېڅ ډول اندېښنې نشته. دغه حالات د دغو سیلانیانو په خپلو هېوادونو کې د حالاتو په نسبت بیخي بېل دي.

بله خوا، په چین کې د پولي چارو ، د هوټلونو او ترانسپورټ او سایبري خدمتونو په شمول یو لړ چارو کې ډېرې اسانتیاوې موجودې دي، بهرني سیلانیان د کرځنده ټیلېفونونو له لارې داسې اسانتیاوې کاروي.

ویلی شوو چې چین ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ګړندی زیاتوالی د چین د لوړې سویې ورخلاصون څرکندویې کوي. د بنز او BMW په شمول د اروپا ځینو لویو تصدیو په اند، چین د بهرنیانو پر وړاندې له ویزې پرته د سفر تګلارې د سوداګریزو سفرونو لپاره هم ګټورې دي او پر چیني بازار به د اروپايي پانګوالو باور لا زیات شي. دغه راز به په دې سره په چین کې د نړیوالو غونډو او نندارتونونو د جوړېدو بهیر نور هم اسان شي، د مختلفو هېوادونو د منځنیو او کوچنیو تصدیو خاوندان به هم ترې ګټې اخیستی شي.

شمېرې ښيي، سږ کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې، ۲۹ میلیونو ۲۱۸ زرو بهرنیانو چین ته سفرونه کړي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۶ اعشاریه ۲ سلنه زیات شوی. په دې جمله کې ۱۷ میلیونه ۴۴۶ زره یې له ویزې پرته چین ته ننوتلي او دغه شمېر ۱۲۳ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چین د یادې تازه تګلارې په خپرېدو سره، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په درشل کې د چین د هوټلونو د سپارښتنې اندازه ۵ چنده زیاته شوې. له دې څخه ښکاري چې د چین دغه تګلارې ډېرې د بهرنیو سیلانیانو د جلبېدو وړ دي. موږ دې ته سترګې په لار یوو چې د چین د لوړې کچې ورخلاصون د نړۍ سیلانیز اقتصاد ته خوځونده قوت برابر کړي او د چین او نړۍ ترمنځ پر سوداګرۍ فعالې اغېزې وکړي.

Previous Post

زيلينسکي: هيله ده له چين سره مو تګ راتګ او همکارۍ پياوړې شي

Next Post

کندوز کې د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کندوز کې د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی

کندوز کې د لاسي صنایعو او وطني تولیداتو نندارتون پرانیستل شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زابل کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي سوځول شوي

زابل کې ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي سوځول شوي

نوومبر 14, 2024
امریکا: له افغانستانه ایستل شویو کسانو کې نیمايي ماشومان دي

امریکا: له افغانستانه ایستل شویو کسانو کې نیمايي ماشومان دي

اکتوبر 22, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ