سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پر تایوان د وسلو پلورل د دغې سيمې امنيت زيانوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0
پر تایوان د وسلو پلورل د دغې سيمې امنيت زيانوي

WASHINGTON, DC-DECEMBER 19: A possible government shutdown is on the horizon after President Elect Donald Trump rejected a three-month stopgap funding extension. The government will shut down this weekend if a bill is not passed by Friday. United States Capitol in Washington, DC on December 19, 2024. (Photo by Marvin Joseph/The Washington Post)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکې ولسمشر جوبايډن په دې وروستيو ورځو کې د ۲۰۲۵م مالي کال د ملي دفاع د بوديجې سند د قانون په بڼه لاسليک کړه. د ۸۵۹ميليارډ ډالرو په اندازه نظامي بوديجې د امریکا په تاریخ کې نوی ريکارډ جوړ کړ او دا اندازه د بل هر وخت په پرتله زياته ده. په دغه قانون کې په لسګونه ځلې چين ياد شوی او چين د ځان لپاره زيات ګواښ بلل شوی، په ځانګړي توګه د چين د تايوان مسئلې ته ګوټه نيول شوې او له تايوان خپل پوځي ملاتړ توجه شوی او د تايوان بېلتون غوښتونکو ته خورا غلط سګنالونه ښودل شوي دي.

امريکا په دغه قانون کې د چين په کورنيو چارو کې ستوغه لاسوهنه کوي. د بېلګې په توګه په دغه قانون کې وړانديز شوی، چې تايوان دې د ۲۰۲۵م کال د ارام سمندر پر چاپېر نظامي تمرينونو کې ګډون وکړي، د څواړخيزو همکاریو په ځانګړي توګه له اروپا سره د خپلو همکاريو په پياوړتيا سره دې خپل خونديتوب وساتي او د تش په نامه د ځان د دفاع په پار دې تايوان ته پانګې برابرې شي. دا واقعاً د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ مقابله پارولې او تايوان به جګړې ته ور ټيلوهي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوسمهال د امريکا حکومت د واک په سپارلو بوخت دی. خلک ويني، چې امريکا د تايوان مسئلې په هکله پر له پسې لمسونکي اقدامات کړي، لکه پر تايوان سيمې يې د ۳۸۵ميليونه ډالرو په اندازه نظامي تجهیزاتو پلورل منظور کړي، تايوان ته يې د ۵۷۱اعشاريه ۳ميليونو ډالرو نظامي مرستې اعلان کړی، دغه راز يې بيا پر تايوان د نورو ۲۹۵ميليونو ډالرو د نظامي تجهیزاتو پلورل هم تاييد کړي دي.

امريکا ولې له تايوان سيمې څخه دومره زيات نظامي ملاتړ کوي؟

د چين د ټولنيزوعلومو اکاډمۍ د تايوان چارو د انسټيټيوټ څيړونکي ليو کوانګ يو زموږ خبريال ته وويل، چې امريکايي حکومت پدې برخه کې دوه هدفونه لري. يو دا چې امريکا تر وسې پورې د ګټو لټوونکو او ډلو د ګټو ساتنه کوي، تر څو د دغه هېواد نظامي او صنعتي تصديو لخوا د خپلو وسلو پلورلو فشارونو ته غاړه کېږدي. له دې څخه بيا څرګندېږي، چې د تايوان مسئله د امريکا د اړوندو تصديو د غوښتنو د پوره کولو او د نظامي لګښت د پر له پسي زياتوالي يوه ښه پلمه ګرځيدلې ده. بل دا چې، د بايډن حکومت له چين سره د دغه هېواد په اړيکو کې د خنډونو جوړولو هڅه کوي تر څو راتلونکي حکومت ته ستونزې پاتې کړي. آيا دا به تايوان سيمې ته زيانونه ورسوي او له خطر سره مخ کړي کنه؟ دا د امريکايي حکومت لپاره مهمه نه ده.

په هر حال! د امريکې وروستۍ کړنې د يو چين د پېژندلو له اصل او د دواړو هېوادونو له درېيو ګډو اعلاميو څخه سخته سرغړونه ده. په ځانګړي توګه د اګست د اوولسمې نېټې په نوم د اعلاميې له مخې، د امريکې حکومت ژمنه کړې، چې دا هېواد د اوږدې مودې لپاره پر تايوان سيمې د وسلو پلورلو هڅه نه کوي، پر دغه سيمې د خپلو پلورونکو وسلو کميت او وړتيا به د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو د جوړېدو لومړيو کلونو په مقايسه ګام په ګام کمه کړي او د وخت په تېرېدو سره دا مسئله بالاخره حل شي. مګر د امريکې واقعي کړنې دا ښيې چې د دغه هېواد ژمنې باور نه لري.

د دې تر څنګ د امريکې کړنې له چين سره د دغه هېواد د شوې سياسي ژمنې پر ضد دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تيره مياشت کې د پيرو په پلازمېنه ليما کې د امريکې له ولسمشر جوبايډن سره ليدنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د سياسي تګ راتګ په ترڅ کې اووه فقره ايزې تجربې او د اړيکو څلور سرې کرښې يې په ګوته کړې. په دې جمله کې تايوان مسئله د چين تر ټولو مهمه سره کرښه ګڼل کېږي. بايډن پر دې ټينګار کړی، چې له چين سره د نوې سړې جګړې د پيلولو نيت نه لري، د تايوان له بېلتون پلويتوب نه کوي. خو امريکا دوه مخونه لري، خپلې ژمنې نه عملي کوي او د تايوان تنګي امنيت ته زيان رسوي.

چيني لوري په دې اړه څو ځلې ويلي، چې تايوان د چين د مرکزي ګټو هسته ده او د چين او امريکې په اړيکو کې يوه نه تېرېدونکې سره کرښه هم ده. له څو کلونو تجربو څخه ښکاري، چې د يو چين پر پېژندلو په پابندۍ سره د دواړو هېوادونو اړيکې سالم پرمختګ کولای شي، د تايوان تنګي سوله تضمين کېدای شي، برعکس که د يو چين پېژندلو اصل خراب شي، نو د چين او امريکې اړيکې به شاتګ وکړي او د تايوان تنګي حالات به له سختو ننګونو سره مخ شي.

د امريکې نوی حکومت به په راتلونکې مياشت کې کار پيل کړي، که دا هېواد په رښتنې توګه هيله لري ، چې په تايوان تنګي کې دايمي سوله او ثبات رامنځته شي، بايد په احتياط تايوان مسئله تنظم کړي، د دواړو هېوادونو د درېيو ګډو اعلاميو مراعات دې وکړي، له چين سره خپلې شوې سياسي ژمنې دې پوره کړي، د تايوان د بېلتون غوښتونکو سره دې څرګند مخالفت وکړي او د چين له سوله ايز يووالي دې ملاتړ وکړي.

Previous Post

چین په قاهره کې غزې ته بيړنۍ بشري مرستندويه توکي سپارلی

Next Post

د چين او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو سره لیدلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو سره لیدلي

د چين او جاپان د بهرنيو چارو وزيرانو سره لیدلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به له ناميبيا، کانګو، چاد او نايجريا څخه ليدنې وکړي

جنوري 4, 2025
رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved