د شي جين پينګ ځانګړي استازي، د انکشاف او اصلاحاتو ملي کمېټې منشي د دسمبر په ۲۷مه نېټه د قرغيزستان په جلالاباد کې د چين، قرغيزستان او ازبکستان د ريل پټلۍ پروژې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ.
جنګ شان جيې په مراسمو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام لوستلی او يوه وينا يې هم خپره کړه. هغه په اشارې سره ويلي، د چين، قرغيزستان او ازبکستان ريل پټلۍ به له اسيا څخه تر اروپا پورې د نښلولو نوې ځمکني لاره جوړه کړي، د ريل پټلۍ په اوږدو کې پرتو سيمو کې د توليدي چارو د پرمختګ، د سرچينو استخراج او د ښاري کېدو ابادۍ هڅونه به وکړي، دغه راز د لرغونې وريښمو لارې عنعنوي دوستي او همکاريزې روحيې به د خلکو په ګټو بدلې شي. چين، قرغيزستان او ازبکستان بايد د لوړ معيار او ښه کيفيت له مخې د دغه ريل پټلۍ ابادۍ تر سره کړي او ژر تر ژره دريو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسوي، د دې سيمې دايمي سمسورتيا او ثابتوالی پرمخ یوسي.
د قرغيزستان ولسمشر صدر جباروف په دغو مراسمو کې ګډون وکړ او له چين څخه يې مننه څرګنده کړه، چې د دغه ريل پټلۍ د ابادۍ پلويتوب کوي. هغه وويل، چې د چين، قرغيزستان او ازبکستان تر منځ ريل پټلۍ به د ختيځو او لوېديځو هېوادونو د نښلولو لپاره يو ستراتيژيک پل وګرځي، د دې ريل پټلۍ په اوږدو د پرتو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه پروژه به په باکيفيته توګه بشپړه شي، د دريواړو هېوادونو د دوستۍ، همکارۍ او پرمختګ يوه نمونه به وګرځي.
































