د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، له افغان راستنېدونکو سره مرسته کوي، چې خپل ژوند ورغوي. دغه سازمان وایي، چې دا هڅې د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق په مالي ملاتړ ترسره کېږي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې، چې هڅه کوي د بشردوستانه شریکانو په همکارۍ راستنېدونکو ته اړین خدمات وړاندې کړي. یاد سازمان وايي چې د پلانونو یوه برخه یې د راستنېدونکو د ژوند شرایطو ښه کول او د هغوی د استوګنې په سیمو کې د اسانتیاوو برابرول دي. له دې وړاندې دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې یې د روان میلادي کال له پیله تر سپټمبر پورې ۲ زرو او ۴۸۲ کسانو ته کاري فرصتونه برابرې کړې دي.
































