د برازیل حکومت د اګست په ۴مې نېټې پرېکړه کړې، خپل پخوانی سفیر چې له ارجنټاین څخه یې ورغوښتی و، بېرته دغه هېواد ته ونه لېږي او په ورته وخت کې یې له ارجنټاين سره ډیپلوماټیکې اړیکې د شارژدافیر کچې ته ټیټې کړې دي.
راپورونه وايي، د برازیل حکومت د ارجنټاین سفارت ته خبر ورکړی، چې په بيونس ایرس کې به يې سفارت د شارژدافیر لخوا اداره کېږي او هم يې ترې دا غوښتنه کړې، چې د ارجنټاین ولسمشر باید د برازیل حکومت پر وړاندې د سپکاوي څرګندونې ودروي، که نه نو دغه هېواد ته به خپل سفیر ونه لېږي.













