ايران او عمان د اګست په څلورمې نېټې د هرمز تنګي د نوې لارې د ټاکلو په هکله خبرې کړې دي.
ايران د دغو خبرو پرمختګ مثبت بللی او ويلي يې دي، چې له عمان سره د خبرو وروستۍ پایله به خپره کړي، خو له امريکا سره یې د خبرو راپورونه رد کړي او د هرمز تنګي پر تړلو یې ټينګار کړی دی.
په همدې ورځ د امريکا بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د عمان او ايران ترمنځ په خبرو کې برخه لري او په خبره یې، د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو په هکله یې له ايران سره خبرو کې پرمختګ کړی، خو لا هم کومې هوکړې ته ورسره نه دی رسیدلی.
د امریکا ماليې وزير سکاټ بېسنټ بیا رسنيو ته ويلي، چې هېواد ښایي د اګست په څلورمې يا پنځمې نېټې له ايران سره هوکړه وکړي، چې له مخې به يې هرمز تنګی بيا پرانيستل شي.














