چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين دننه لس مهم خبرونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 31, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

۲۰۲۴م کال به ژر تېر او ۲۰۲۵م کال به پيل شي. په تېر يو کال کې د چين دننه کومې مهمې چارې ترسره شوي؟

چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۴م کال لس مهم خبرونه خپاره کړي دي. تاسو یې دلته لوستلی شئ.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

۱– د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې درېيمه عمومي غونډه د ۲۰۲۴م کال د جولای له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه. دا د چيني شکله عصري کېدو له لارې د پياوړي هېواد او د ملت د بيا سمسورتيا د هڅونې په کليدي موده کې يوه ډېره مهمه غونډه وه، چې پکې « د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا او د چيني شکله عصري کېدو د پرمخبيولو په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې پرېکړه» تصويب شوه او د اصلاحاتو په پار څه باندې ۳۰۰ فقره ييز تدبيرونه پکې وړاندې شوي دي. دا د نوي تاريخي پړاو د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا د پرمخبېولو په بهير کې پراخ، ژور او عمومي ترتيبات دي، چې د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا تطبيق ته یې دوام ورکړی او په نوي بهير کې يې د چيني شکله عصري کېدو د هڅونې يوه نوې عصري پاڼه پرانيستلې ده.

دا د دې ښکارندويي کوي، چې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه د چين د ځانګړي سوسياليزم ميکانيزم ته وده ورکوي او د هېواد د ادارې سيسټم او توان د عصري کېدو هڅونه کوي، د اصلاحاتو د هراړخيزې ژورتيا له لارې د چيني شکله عصري کېدو د پرانيستي راتلونکي ټينګ هوډ لري، په کوردننه او بهر د چين د کمونېست ګوند د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره پياوړی سيګنال خپروي او ستر فکري، عملي او عصري اهميت لري.

۲– په ۲۰۲۴م کال کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې په پار يو لړ فعاليتونه ترسره شول.

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې د نمانځنې ميلمستيا د سپتمبر د ۳۰مې نېټې په ماښام د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې ترسره شوه، چې پکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ هم ګډون او وينا وکړه.

نوموړي وويل، کمونېست ګوند د نوي چين د جوړېدو د ۷۵ کلونو په درشل کې د هېواد له بېلا بېلو قومونو سره نه ستومانه کيدونکي کوښښونه کړي او دوه لوی نوښتونه ((د اقتصاد چټک پرمختګ او د ټولنې دايمي ثبات)) يې کړې دي. کمونېست ګوند په چين کې ستر بدلونونه رامنځته کړي او د چيني ملت بيا سمسورتيا يې يوه نه بدليدونکي تاريخي بهير ته داخله کړې ده.

شي جين پينګ د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵ کليزې د نمانځنې په درشل کې د چين ولسي جمهوريت مډالونه او د ملي وياړ لقب اخيستونکو ته مډالونه ورکړل. نوموړي د قربانيانو د یادورځې پرمهال د ولسي اتلانو څلي ته د ګلانو ګېډۍ وړاندې کړه او د چين ولسي جمهوريت د ازادېدو او د ولسي جمهوريت د ابادۍ په چارو کې يې اتلانو ته درناوی څرګند کړ.

۳- په ۲۰۲۴م کال کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې دفتر « د چين په کمونېست ګوند کې د ګوندي ډسپلين د زده کړيزې روزنې خبرتيا» خپره کړه، چې له مخې یې هر ګوندي غړی باید «د چين د کمونېست ګوند د ډسپلين د سزا سند» اصلاح او مطلعه کړي.

د دې خبرتيا تر منظورېدو وروسته، د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۲۰۲۴م کال له اپريل څخه تر جولای پورې د کمونېست ګوند د ډسپلين د زده کړې فعاليتونه ترسره کړل.

د ګوندي ډسپلين د زده کړيزې روزنې خبرتيا کې ويل شوي، چې د کمونېست ګوند هغه غړي او کادران، چې د ګوندي ډسپلين په اړه کافي مالومات نه لري، بايد په نوې زمانه کې د شي جين پينګ د چيني ځانګړي سوسياليزم نظريې مطالعه او خپلې ستونزې حل کړي. ټول کمونېستيان او په ځانګړې توګه ګوندي چارواکي باید د دغه سند مادې مطالعه کړي او د ګوندي ډسپلين په اړه معلومات باید زده او مراعات کړي.

۴– چين په ۲۰۲۴م کال کې د اقتصاد د پرمختګ، د اقتصادي جوړښت د غوره والي او د اقتصادي پرمختګ د ښه والي لپاره يو لړ اقتصادي تګلارې صادرې کړي او د کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده هدفونه او دندې يې سالمې بشپړې کړې دي.

چين په همدغه کال کې يو لړ اقتصادي تګلارې صادرې کړي، چې له مخې يې د بازار او ټولنې د فعاليدو اندازه یې پياوړې شوې، د صنعتي چارو د کچې لوړتيا او د جوړښت د تنظيم چارې یې پرمخ وړل شوي او د بازار باور يې ټينګ شوی دی.

په روانو پيچلو حالاتو کې د چين دننه ستونزې زياتې شوي او له بهر څخه هم پرې فشارونه زیات شوي دي. د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ګوند او د بېلا بېلو قومونو د خلکو په زیار د بدلونونو پر وړاندې مقابله کړې او هراړخيزې تګلارې يې تطبيق کړي، چې له مخې يې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی، د باکيفيته پرمختګ بهير يې ټينګ شوی او د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ عمده هدفونه او دندې يې عملې شوې دي.

۵- په ۲۰۲۴م کال کې د چين د غلو دانو عمومي توليدي اندازه ۷۰۶ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو کیلو ګرامو ته رسېدلې او نوی ريکارډ يې ټينګ کړی دی.

په ۲۰۲۴م کال کې د چین د غلو دانو توليدي اندازه ۷۰۶ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو کیلو ګرامو  ته رسېدلې، چې دغه رقم د ۲۰۲۳ م کال په پرتله ۱۱ ميليارډه او ۹۰۰ مليونه کيلو ګرامه زياتوالی ښيي او پرمختیایي انډول يې په سلو کې يو اعشاريه شپږ ښودل شوی دی. په تېرو مسلسلو نهو کلونو کې د چين د غلو دانو کلنۍ توليدي اندازه ۶۵۰ ميليارډه کيلو ګرامه ساتل شوې او په روان کال کې بیا په لومړي ځل له ۷۰۰ کيلو ګرامو څخه پورته شوې او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی او همدې ټکي ته په کتو، د چين د غلو دانو د خونديتوب بنسټ نور هم ټينګ شوی او د کلیوالو سيمو د هر اړخيزې سمسورتيا او د پياوړي کرنيز هېواد د ابادۍ لپاره يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

د چين د کمونېست ګوند د بېلا بېلو ځايونو او څانګو کارکوونکو د دولت رئيس شي جين پینګ په مرکزیت او لارښوونې او د مرکزي کمېټې په مشرۍ ګډې هڅې کړي او څو سوه مليونو بزګرانو د سيلابونو، وچکالۍ او توپان په شمول د ناورينونو پر وړاندې مبارزې کړي او د غلو دانو د توليدي اندازې د لوړوالي لپاره يې ګډې هلې ځلې کړې دي.

په ۲۰۲۴م کال کې د چين په ټولو کليوالو سيمو کې د درېیو ډولو غلو دانو د بيمې او د غلو دانو د کښت د ګټو بيمې بزګرانو ته ورکړل شوي او د غنمو او شولو د بيو د پېر لوړوالي ته په کتو، بزګرانو د غلو دانو په کښت لاس پورې کړی، چې له امله يې د ژمنيو کښتونو پراخوالی ثابت زيات شوی دی.

۶- روان کال له هېواد سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو له ۲۵مې کاليزې سره برابر دی او ((يو هېواد او دوه نظامونه)) په ثابت ډول د پلي کېدو په حال کې دي.

د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر په شلمې نېټې له هېواد سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو د ۲۵مې کاليزې نمانځغونډه او د مکاو د خاصې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې مراسم ترسره شول.

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ په یادې غونډې کې ګډون او مهمه وينا وکړه. له هېواد سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو له ۲۵کلونو راهیسې د چين د مرکزي حکومت او د هېواد د سترې برخې تر ملاتړ لاندې ځايي حکومت د دې سيمې له بېلا بېلو ټولنو سره ډېرې هڅې کړي او د (( يو هېواد او دوه نظامونه )) د پلي کولو په برخه کې يې بريالتوب ترلاسه کړی دی.

۷- په بېجينګ کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه په برياليتوب ترسره شوه  او د انسانانو د ګډ برخليک د ابادۍ لپاره د سراسري جنوب شېبې د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.

د ۲۰۲۴م کال لپاره د چین او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزه د سپتمبر له څلورمې څخه تر شپږمې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. چين د دې سرمشريزې پرمهال له ۳۰ افريقايي هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړي او له ځينو سره یې يادې اړيکې نورې هم نږدې کړې دي. دغه راز په دغې سرمشريزې کې ((د بېجينګ اعلاميه)) او ((عملي پلان)) هم تصويب شوي او سربېره پردې رئیس شي جين پينګ په راتلونکو درېیو کلونو کې د عصريتوب د پرمخبېولو په پار د چين او افريقا د لسو همکاريزو اقداماتو اعلان هم کړی دی.

۸- چین په تولیدي صنایعو کې د بهرنیو پانګو د ګډون محدودیت لغوه کړی او د لوړې کچې ورخلاصون یې هڅولی دی.

ورخلاصون د چیني شکله عصري کېدو یوه څرګنده نښه ده. چین سږ کال د بهرنیو هېوادونو د اتباعو لپاره له ویزې پرته دغه هېواد ته د تګ نرمې تګلارې اعلان کړي او د هغو لږ پرمختللو هېوادونو پر صادراتو یې د صفر تعرفې تګلاره غوره کړې، چې سیاسي اړیکې یې ورسره ټینګې کړې دي.

چین د خپل پرمختګ په مټ نړۍ ته پر له پسې نوي فرصتونه او نوی حیاتي ځواک برابروي.

۹– چین سږ کال د ټکنالوژۍ په برخه کې یو لړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي.

د چين چانګ عه شپږمې فضايي بېړۍ د سپوږمۍ له شا لوري څخه ۱۹۳۵ ګرامه خاوره ځمکې ته راوړه او د هیلې په نوم لومړۍ سمندري اکتشافي بېړۍ یې رسماً چارې پيل کړې او د سمندر په تل کې یې د سرچېنو د اکتشاف لپاره قوي ملاتړ برابر کړی دی.

په ۲۰۲۴م کال کې د چین د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو تولیدي اندازه په لومړي ځل له ۱۰ ميلیونو عرادو واوښته.

۱۰– په ۲۰۲۴م کال کې د چین پسرلنی اختر د نړۍ د غیرمادي هنري میراثونو په لېست کې شامل شو.

د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان د حکومتونو کمېټې د ډسمبر په ۴مې نېټې خپله ۱۹مه ناسته ترسره کړه او د چین پسرلنی اختر يې د غیرمادي هنري میراثونو په لېست کې شامل کړ.

د چین پسرلنی اختر د چینایانو تر ټولو مهم دودیز اختر دی. د نړۍ نږدې شلو هېوادونو د بزګرۍ جنترۍ د اولې مياشتې لومړۍ ورځ د رسمي اختر په توګه ټاکلې ده.

اوسمهال د ګردې نړۍ کابو یو پر پنځمه خلک پسرلنی اختر لمانځي.

Previous Post

ملګرو ملتونو ۲۰۲۵ کال کې د ملتونو تر منځ دیووالي غوښتنه کړې

Next Post

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د نوي کال د هرکلي په پار ناسته ترسره کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د نوي کال د هرکلي په پار ناسته ترسره کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د ممپلیو کښتونه شوي

کندهار کې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د ممپلیو کښتونه شوي

دسمبر 13, 2024

د مصنوعي ځيرکتيا د امنيت لومړۍ سرمشرېزې د «بليتچلي اعلاميه» خپره کړې

نوومبر 3, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved