د کلتور په تړاو د شي جين پينګ افکارو د زده کړې مرامنامې» د خپرېدو ناسته د ډسمبر په ۳۰ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه.
د دې ناستې ګډونوال پدې اند دي، چې د کلتور په تړاو د شي جين پينګ افکار د نوې زمانې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د کلتوري پرمختګ اساسي کړنلاره ده او د کلتوري چارو د سمسورتيا او پياوړتيا لپاره پیاوړې فکري وسیلې او علمي عملي لارښود برابروي او ياده مرامنانه د چين کمونيستانو، چارواکو او خلکو ته د کلتور په تړاو د شي جين پينګ د افکارو د مطالعې باوري او ګټور مواد برابروي.































