د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د اکوادور ولسمشر دانيل نوبوا د جنورۍ په ۲مه نېته د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ۴۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي.

شي جين پينګ ويلي، چې چين او اکوادور هراړخيز ستراتيژيکي همکاران دي او د دواړو هېوادونو اړیکو په تېرو ۴۵ کلونو کې ښه پرمختګ موندلی دی. د چين او اکوادور د ازادې سوداګرۍ تړون په لاسلیک او نافذ کېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګريزې همکارۍ او رسمي اړيکې نورې پياوړې شوې. نوموړي زياته کړه، چې هغه د چين او اکوادور ترمنځ د اړیکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر دانيل نوبوا سره يو ځای د دواړو هېوادونو دوديزه دوستي پراخه کړي او په بېلابېلو برخو کې د نظريو تبادلې او همکارۍ ژورې کړي، څو خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
دانيل نوبوا د اکوادور او چين د رسمي اړيکو د جوړېدو ۴۵مه کليزه يوه ارزښتناکه پېښه بللې ده او ويلي يې دي، چې دواړو خواوو په تېرو ۴۵ کلونو کې د متقابل درناوي او اعتماد پر بنسټ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړې کړې او په بېلابېلو برخو کې يې ډېر زيات برياليتونونه تر لاسه کړي. د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې د اکوادور شاملېدو او د دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون نافذېدو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسولې. هغه وايي، هېواد يې غواړي له چين سره همکارۍ او دوستۍ ژورې او ډيالوګ زیات کړي، تر څو له دې لارې په ګډه ښکلی راتلونکی جوړ کړي.































