د چين ـ مالديو د ازادې سوداګرۍ تړون د جنورۍ په لومړۍ نېټه نافذ او پلی شو او له هخې به يې د دواړو هېوادونو له ۹۵ سلنې څخه زیات توکي په صفر ګمرکي تعرفې سره تبادله شي.

د چين د شان دونګ ولايت د چينګ های ښار د ګمرکي تعرفو د څانګې مشر بي های جون ويلي، چې د چین ـ مالديو د ازادې سوداګرۍ تړون له نافذېدو وروسته به مالديو ته د چین د څه باندې ۷۰ سلنو صادراتي توليداتو تعرفې صفر شي. په دې سره به د شان دونګ ولايت د پلاستيکي محصولاتو، اوسپنيزو توليداتو او د موټر پرزو صادرات زیات شي.
د اټکل له مخې، د شان دونګ ولايت د شرکتونو د صادراتي توليداتو ګمرکي تعرفو په پیسو کې به د ياد تړون د نافذېدو په لومړي کال کې د ۸ ميليونو يوانو کموالی را شي.










