د چين د انرژۍ لومړی قانون چې د تېر ۲۰۲۴م کال د نومبر په اتمه نېټه د چين څوارلسم ملي ولسي کانګريس يا د چين د تر ټولو لوړ مقننه ارګان د دايمي کمېټې په دولسمه غونډه کې تصويب شوی و، د روان کال د جنوري په لومړۍ نېټه نافذ شو. دې موخې ته رسېدل د چين د انرژۍ سيسټم د ادارې او وړتياوو د عصري کولو پر لور مهم ګام دی. د انرژۍ سکټور دغه بنيادي او مهم قانون د چين د انرژۍ د سياستونو او ستراتيژيو يو بشپړ تجسم دی چې نه يوازې د زرغونې او لږ کاربن انرژۍ پر لور د چين لېږد اسانه کوي بلکې د لوړ کيفيت اقتصادي او ټولنيز انکشاف ته هم تحرک ورکوي.
د يوه څېز لپاره، نوی قانون د انرژۍ مصرفي انقلاب پياوړی کوي او د زرغونې او لږ کاربن انرژۍ د لګښت ماډل ته وده ورکوي.
په نړۍ کې د انرژۍ د تر ټولو ستر توليدوونکي او لګوونکي په توګه، چين له ډېرې مودې راهيسې د انرژۍ د موثريت لوړولو او د انرژۍ د مصرفي چوکاټ ښه کولو ته ژمن دی. نوي قانون په صراحت سره د انرژۍ د مصرف انقلاب ته د ودې ورکول په خپله لمن کې رانغاړلي دي. د اداري اقداماتو د يوې ټولګې لکه د زرغونې انرژۍ د مصرف د لږ تر لږه موخې ته د رسېدلو، د بيا کارېدونکې برېښنا د مصرفي تضمين د ميکانيزم او د بيا کارېدونکې برېښنا مصرفي سرټيفيکېټ يا (په عامه اصطلاح د زرغون سرټيفيکېټ) له لارې، د نوي قانون موخه پر زرغونې او لږ کاربن ايستونکي مصرف تمرکز دی.
د زرغون سرټيفيکېټ سند قانوني کول نه يوازې د نوې برېښنا د چاپېريالي ځانګړنو په رسميت پېژندلو ته لاره هواروي، بلکې افرادو او تصديو ته له بيا کارېدونکې انرژۍ د استفادې په موخه مشوقونه هم وړاندې کوي. دغه ډول لومړيتوب ورکونه به د چين د انرژۍ د مصرفي چوکاټ له لا ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د انرژۍ قانون د کليدي صنايعو تر منځ د ټکنالوژيکي نوښتونو پر سر سيالي تقويه کوي.
په داسې حال کې چې د انرژۍ اړوند ټکنالوژيو پرمختګ په نړيواله کچه چټکيږي، د انرژۍ په نوي قانون کې د انرژۍ په سکټور کې د ټکنالوژيکي نوښتونو د تضمين لپاره جلا څپرکی ځانګړی شوی دی.
دا چاره د ملي ستراټيژيک، ساينسي او ټکنالوژيکي ځواک له لوري د رهبري کېدونکو، د تصديو له لوري د پر مخ بېول کېدونکو او د بازار د غوښتنې پر بنسټ د رهنمايي کېدونکو نوښتونو لپاره د يوه سيسټم پر انکشاف او د پوهنتونونو، څېړنيزو ادارو او صنايعو پر ګډو هڅو ټينګار کوي. د انرژۍ نوی قانون د انرژۍ اړوند ټکنالوژيو د انقلاب لپاره ملاتړ او بشپړ قانوني چوکاټ برابروي.
نوی قانون په کليدي ټکنالوژيو کې پر پرمختګونو تمرکز کړی او اساسي، پرمختللو او حياتي ټکنالوژيو د لا ډيرې څېړنې او پراختيا اړتيا تشريح کوي. له فوسيلي انرژۍ د پاکې او کارنده استفادې، د بيا کارېدونکې انرژۍ د پراخې کارېدنې او د انرژۍ د ساتنې لارې چارې تر پوښښ لاندې راولي. ټکنالوژيکي نوښتونه د ساينسي – ټکنالوژيکي انکشاف په ملي پلان او د لوړې ټکنالوژۍ د صنعتي انکشاف په ستراتيژيو کې لومړيتوبونه ګڼل شوي دي.
د چين د انرژۍ نوی قانون پر نوښتونو د غير حکومتي پانګونې د هڅونې لپاره د صنعتي، مالي او دولتي تدارکاتي پاليسيو ښه کول هم وړانديز کړي دي. دغه اقدامات د انرژۍ سکټور په کليدي ټکنالوژيو کې پر ننګونو د غلبې او د مثبتو پايلو د ترلاسه کولو لپاره د پايدارو سياستونو شتون تضمينوي او په دې توګه د چين د انرژۍ سکټور د ښه کولو لپاره پوخ بنسټ رامنځته کيږي.
په لنډو کې که ووايو نو د انرژۍ د نوي قانون تصويب او انفاذ زرغونې او د لږ کاربن ايستونکې انرژۍ ته د لېږد لپاره د چين ژمنتيا ثابتوي. د نوي قانون په مرسته، چين تمه لري چې د زرغونې انرژۍ مصرف عام شي او ټکنالوژيکي نوښتونه د لوړ کيفيت انرژۍ د انکشاف پروسه لا چټکه کړي. د قانون په چوکاټ کې د دغو هڅو راوستل د چيني بڼې عصريتوب ته د انرژۍ پوخ بنسټ برابروي.
































