د چين د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۲مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د چين د صادراتو د کنټرول قانون او د چين د ملکي او پوځي توکو د صادراتو د کنټرول د مقرراتو له مخې، د ملي امنيت او ګټو د خونديتوب او د ډله ييزې وژنې وسلې د پراخېدو د مخنيوي په پار يې پرېکړه کړې، چې د جنرال دايناميکس (General Dynamics) په شمول د امريکا ۲۸ تصديو صادرات يې په تور لېست کې شامل کړي دي.































