چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند؛ نړیواله ټولنه باید غبرګون وښيي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 8, 2025
in تبصرې
0
د سخت ژمي په شرایطو کې د بې ځایه شویو افغانانو د لاسنیوي اړتیا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو او حکومتي ادارو ناوړه چلند داسې یوه اندېښمنه مسئله ده چې باید نړیواله ټولنه او د بشري حقونو مدافع سازمانونه یې په جدي ډول وڅېړي. د کډوالو نیول، ځورول، له کورونو ایستل او هغوی په زور د افغانستان خواته استول، د هغو نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده چې د کډوالو د حقونو ساتنه تضمینوي.
افغان کډوال چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو، بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله پاکستان ته پناه وړې، د کلونوراهیسې د سختو حالاتو سره مخ دي. هغوی نه یوازې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د نشتوالي ستونزې ګاللې دي، بلکې اوس د پاکستاني چارواکو له خوا د هدفي ځورونو او بې‌رحمانه چلند قرباني کېږي. دا ډول اقدامات نه یوازې د انساني کرامت خلاف دي، بلکې د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
په وروستیو میاشتو کې راپورونه ښيي چې د پاکستان پولیسو په لویو ښارونو کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهلي، د هغوی ماشومان او مېرمنې یې په زوره نیولي،ځورولي او ان هغوی ته د خوراک، څښاک او دفاع حق هم نه دی ورکړل شوی. داسې انګېرل کېږي چې دا اقدامات د پاکستان حکومت د هغو سیاسي اهدافو یوه برخه ده چې غواړي پر افغانستان فشار راوړي، خو دا کړنې په اصل کې د بې‌وسه انسانانو د ژوند کولو حق تر پښو لاندې کوي.
د پاکستان د دې ظالمانه چلند پر وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا دیره د اندېښنې وړ ده. د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) په ګډون، ټول اړوند بنسټونه باید د پاکستان حکومت څخه د دې غیرانساني کړنو د پای ته رسولو غوښتنه وکړي. په نړیواله کچه د کډوالو حقونه په داسې میثاقونو کې خوندي شوي لکه د ۱۹۵۱ د کډوالو کنوانسیون، چې په واضح ډول د کډوالو پر وړاندې هر ډول زورزیاتی او زورواکي غندي.
پاکستان د کلونو لپاره د افغان کډوالو کوربه توب په نامه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی، خو د دې وروستیو کړنو په رڼا کې ښکاري چې دا هېواد په لویه کچه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي. هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي، نه یوازې د انساني کرامت د نشتوالي ستونزې سره مخ دي، بلکې له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو هم کړېږي. د دې ترڅنګ، د پاکستان د روان سیاست له امله د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړو او روغتیايي اسانتیاوو فرصتونه لا محدود شوي دي.
د افغان کډوالو لپاره د حل لار باید په دوه اساسي برخو کې ولټول شي. لومړی، نړیواله ټولنه باید د پاکستان پر حکومت فشار راوړي ترڅو د کډوالو پر وړاندې د زورزیاتي کړنې بندې کړي. دوهم، افغان سرپرست حکومت باید د هغو افغانانو لپاره چې بیرته خپل هېواد ته ستنېږي، د بیا ځای پر ځای کولو مناسب شرایط برابر کړي. دا پالیسي به نه یوازې د کډوالو ژوند ښه کړي، بلکې د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره به هم مرسته وکړي.
د افغان کډوالو ستونزه یوازې د یوې ډلې یا سیمې ستونزه نه ده؛ دا یوه نړیواله مسئله ده چې د نړیوالو قوانینو له مخې یې د حل لپاره ګډې هڅې اړینې دي. د پاکستان د روان چلند دوام به نه یوازې د کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړي، بلکې د سیمې ثبات ته به هم زیان ورسوي. نړیوال سازمانونه باید ژر تر ژره د دې ستونزې حل ته راودانګي او د کډوالو پر وړاندې د هر ډول غیرانساني چلند د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

Previous Post

د کونړ په لرې پرتو سیمو کې دمخابراتي شبکو سایټونه فعال شوي

Next Post

امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی

امریکا د خپلو پخوانیو همکارانو د لېږدولو بهیر غځولی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سېلابونو او اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی

اگست 20, 2024
ا.ا: پاکستان کې بهرنیو ویزو ته پراته افغانان افغانستان کې خطر سره مخ نه دي

ا.ا: پاکستان کې بهرنیو ویزو ته پراته افغانان افغانستان کې خطر سره مخ نه دي

مې 25, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved