د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېسيون د جنورۍ په ۹مه نېټه په يوه غونډه کې د شي زانګ د زلزله ځپلې دينګ ژه ولسوالۍ کې ژغورونکې چارې څېړلې او نوي ترتیبات يې غوره کړي دي. د دغې مرکزي کمېټې غونډه د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ وشوه او هغه پکې وينا هم کړې ده.
په دغه غونډه کې دې ته اشاره شوې، چې د شي زانګ په دينګ ژه کې د ريکټر په کچه ۶ اعشاريه ۸ درجې زلزله شوې او له دې پېښې سملاسي وروسته د ځايي سيمې اړوندو ادارو د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېتې تر لارښوونې لاندې چټک اقدام کړی او د ژغورنې چارې يې ښې انتظام کړې دي. د کمونېستيانو، چارواکو او خلکو د ګډو کوښښونو په نتیجه کې په زلزله ځپله سيمه کې د مرګ ژوبلې شمېر ډېر کم شوی او ژغورنې چارې په سمه توګه روانې دي.
په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې په دينګ ژه ولسوالۍ کې د ژغورنې چارې په کليدي پړاو کې دي. ژغورل شويو وګړو ته د رسيدګۍ چارې به دوام ولري او طبي کارپوهان به د ټپيانو لپاره خدمتونه برابر کړي.































