د مصر مشهور سیاستوال او پخوانی لومړی وزیر عصام شرف په دې وروستيو کې د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله.
شرف په مرکه کې ويلي، هغه د ۴۶ ځلو لپاره چين ته سفرونه کړي دي، چین د لوړ پرمختګ او کلتوري میراث ترمنځ توازن ساتلی دی. چین ډېر ځلېدونکی تمدن لري، د چین د کړنو تر شا خپل ارزښتونه پټ وي، د چیني شکله عصري کېدل د دې ارزښتونو پر بنسټ جوړ شوي دي. د ترانسپورت په برخه کې به وي یا په نورو برخو کې، د چین پرمختګ د حیرانتيا وړ دی. البته د چین سیاسي نظام د چين د ګړندي پرمختګ لامل وي، بلکې ټولنیز عدالت هم ډېر مهم دی. خلک د یو ګډ ارمان لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي او په کلکه يې د خپل وطن پر راتلونکي باور لري.
شرف وويل، چين د تبليغاتي جګړې او ناسمو معلوماتو له امله تر بريد لاندې دی، د چين د رښتينې بڼې روښانه کول ډېر مهم دي. د انسانانو لرغونو تمدنونو ته په کتو سره خلک به ومومي چې د چین تمدن تل د همغږۍ، سولې، همکارۍ او سوکالۍ په ارزښتونو ولاړ دی. په چين کې ۵۶ قومونه شته او د ټولو قومونو خلک په همغږۍ کې ژوند کوي. د چین عصري ارزښتونه هم د چین لخوا د شويو نړيوالو وړانديزونو له لارې نړۍ ته رسول شوي دي. موږ باید د چین لخوا د وړاندیز شويو نړیوالو وړانديزونو پر مټ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړو: د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز، د نړیوال پرمختګ وړانديز، د نړیوال امنیت وړانديز، د نړیوال تمدن وړانديز، او داسې نور.
































