چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د بهرنې سوداګرۍ کلنی راپور د نړۍ لپاره څه ارزښت لري؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين د بهرنې سوداګرۍ کلنی راپور د نړۍ لپاره څه ارزښت لري؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 چين يوه باروړونکې بېړۍ، چې پکې د نوې انرژۍ ۵۰۰۰ موټرونه باور وو، څو ورځې مخکې د دغه هېواد د سو جو ښار له تای څانګ بندر څخه د بلژيک د زيبروګ بندر په لور خوځيدلې ده.

بي وای ډي يا د چيني موټر توليدوونکې تصدۍ د يادې بېړۍ د چارو مسؤليت پرغاړې لري او يوه مسوول يې د جنورۍ په ۱۳مې نېټې چين ميډيا ګروپ ته ويلي، چې تصدۍ يې تېر کال بهرنيو هېوادونو ته د نوې انرژۍ ۴۱۷ زره او ۲ سوه موټرونه صادر کړي او د خرڅلاو اندازې يې په نړيوالو بازارونو کې لومړی مقام نيولی دی. دغه مسوول ويلي، چې شرکت به یې بهر ته د چيني زرغونو توليداتو په صادرولو کې پوره مرستې وکړي او د ځايي سيمو د نوې انرژۍ صنعتي چارو ته به پرمختګ ورکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين رسمي شمېرې ښيي، چې په تېر ۲۰۲۴م کال کې د دغه هېواد د وارداتي او صادراتي مالونو عمومي ارزښت ۴۳.۸۵  ټريليونو يوانو ته رسېدلی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی او د وړم کال په پرتله ۵٪ زياتوالی ښيي.

له تېرو اتو کالو راهیسې هر کال د چین په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. تېر کال د چين د صادراتي مالونو ارزښت په لومړي ځل له ۲۵ ټريليونو يوانو څخه واوښت، چې دا د وړم کال په پرتله ۷ اعشاریه یو سلنه زياتوالی ښيي. په دغه کال کې د چين د وارداتي مالونو ارزښت ۳۹/۱۸ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا بیا د وړم کال په پرتله ۲ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي. چين د مالونو د لومړي لوی سوداګريز هېواد په توګه خپل مقام نور هم ثابت کړی دی.

یادې شمېرې ښيي، چې چين په درېيو برخو کې زياتوالی او لوړوالی موندلی دی.

۱. د چين د وارداتي او صادراتي مالونو ارزښت له ۴۳ ټريليونو څخه زيات شوی او دغه هېواد د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی دی.

۲. په ۲۰۲۴م کال کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د زياتوالي اندازه ۱/۲ ټريليونو يوانو ته رسېدلې، چې دغه رقم د يوه منځني هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ له کلنۍ اندازې سره برابر دی.

۳. د چين د وارداتي او صادراتي توکو جوړښت ښه شوی او د نوښت او لوړې ټېکنالوژۍ ونډه يې مخ پر زياتېدو ده. د بېلګې په توګه، د دغه هېواد د صادراتي توکو په عمومي ارزښت کې د برقي او الکترونيکو توکو ونډه ۵۹ اعشاريه ۴ سلنې ته او د پرمختللو سامانونو د صادراتو زياتوالی یې ۴ سلنې ته رسېدلی دی.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ کلنی راپور د نړۍ لپاره څه ارزښت لري؟

چين نړۍ ته د زياتو زرغونو، نويو او باکيفيته توليداتو ترڅنګ، لوی بازار او ښه فرصتونه هم برابر کړي دي او په ۲۰۲۴م کال کې یې له بهرنيو هېوادونو څخه ۳ ميليارډه ټنه لوی سوداګريز توکي، د ۷ ټريليونو يوانو په ارزښت برقي لوازم او د ۸/۱ ټريليونو يوانو په ارزښت مصرفي توکي وارد کړي دي. دغو وارداتي توليداتو د چين مختلفې کورنۍ اړتياوې پوره کړي او اړوندو صادراتي هېوادونو ته يې د خپل لوی بازار ګټې رسولي او ټولو په ګډه پرمختګ موندلی دی.

بهرنۍ سوداګري د يوه هېواد د ملي اقتصاد د څار مهمه کړکۍ بلل کېږي. چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه پر ورخلاصون، پرمختګ او همکارۍ  ټينګار لري، د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير ثبات يې ډاډمن کړی او د نړيوالې سوداګرۍ دوامدار او سالم پرمختګ يې هڅولی دی.

چين تېر کال په داسې حال کې پرمختګ کړی، چې نړيواله سوداګري د جيوپوليټېکس، يو اړخيزم او ځانې سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې تر اغېزو لاندې او له سختو ننګونو سره مخ ده.

په ۲۰۲۴م کال د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي انډول ۳ اعشاريه يو سلنه و.

د پيسو نړيوال صندوق په دې وروستيو کې اټکل کړی، چې په روان ۲۰۲۵م کال کې به د نړيوالې سوداګرۍ د زياتوالي انډول ۳ اعشاريه ۴ سلنې ته لوړ شي.

دا ددې ښکارندويي کوي، چې د بهرنيو اړتياوو د بيا لوړوالي تمايل روان دی او ورخلاصون او همکارۍ د ګردې نړۍ ګډې هيلې او غوښتنې دي.

چين د ننګونو د لرې کولو توان لري او د بهرنۍ سوداګرۍ سالم پرمختګ به وساتي او نړۍ ته به د پرمختګ نور زيات فرصتونه برابر کړي.

Previous Post

د لاس انجلس اورلګېدنه د حکومت بې کفايتي په ګوته کوي

Next Post

لوګر کې د صنعتي پارک لپاره زر جریبه ځمکه تثبیت شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
لوګر کې د صنعتي پارک لپاره زر جریبه ځمکه تثبیت شوه

لوګر کې د صنعتي پارک لپاره زر جریبه ځمکه تثبیت شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلغاریا: چمتو یو افغانستان ته سرتېري واستوو

بلغاریا: چمتو یو افغانستان ته سرتېري واستوو

مارچ 2, 2021
جنوبي کوریا له افغانستان سره څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده

جنوبي کوریا له افغانستان سره څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده

فبروري 27, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ