چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ټيک ټاک کډوال: د خلکو او دولت تر منځ پراخ واټن

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 15, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په متحدو ايالتونو کې د ټيک ټاک د بنديدو تر ګواښونو وروسته د خواله رسنيو د چينايي اپ شياوهونګشو د بهرنيو کارنو په شمېر کې د يو دمي ډيرښت له کبله د ټيک ټاک د کډوالو اصطلاح عامه شوې ده. يوه بديل اپ ته د ګڼ شمېر کارنو مخې کولو د عوامو د علايقو او حکومتي پاليسيو تر منځ پراخ واټن را برسېره کړ. دا چې شياوهونګشو د دوشنبې په ورځ د اپل سټور د تر ټولو غوره اپ مقام ته ورسېد، نو دا ثابته شوه چې عام خلک د ټيک ټاک د په نښه کولو په برخه کې د حکومت پر سياست راضي نه دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

پر ټيک ټاک د بنديزونو لګول د ملي امنيت له مسئلې سره تړل کيږي. د متحدو ايالتونو چارواکي په دوامداره توګه ادعا کوي چې ټيک ټاک د چينايي کمپنۍ بايټ ډانس ملکيت دی او د خصوصي معلوماتو د خونديتابه او بهرنۍ لاسوهنې د اندېښنو له کبله د دوی ملي امنيت ته ګواښ پېښوي.

په ورته مهال، يادو اندېښنو ته د عوامو بې اعتنايي او شياوهونګشو ته د هغوی لېوالتيا د متحدو ايالتونو ادعا کمزورې کوي. ځينو کسانو خو د امريکايي اپونو لکه د ميتا ملکيت فېسبوک پر ځای چيني اپونو ته مخه کړې ده. مشخصو امريکايي بلاګرو له خپلو څارونکو غوښتي چې د شياوهونګشو کارول پيل کړي څو په دې توګه له خپل حکومت او میتا څخه نارضايتي څرګنده کړي. ځينو خو یې لا د يوې اونۍ لپاره د ميتا اړوند خواله رسنيو څخه اعتراضي پرېکون هم اعلان کړی دی.

د پخواني ټويټر يا اوسني اېکس يوه کارن ابي ليکلي چې زرګونو کسانو د متحدو ايالتونو له حکومت سره د مخالفت څرګندولو په موخه د شياوهونګشو کارونه پيل کړې او متوجه شوي چې له ميليونونو چيني وګړو سره په تعامل کې دي. دا چاره په تصادفي ډول د متحدو ايالتونو د لسيزو پروپاګنډا خنثی کوي.

د شياوهونګشو په څېر پلټفارمونو په ودې سره چې خاصې ځانګړتياوې لري او د لوړ کيفيت لرونکې بصري محتوا، مجلل توکي او د ژوند بڼې انګېزې وړاندې کوي، نو کارن یې له شک پرته د ښه بديل په نظر ورته ګوري.

ګڼ عوامل د حکومت او عوامو د نظرياتو تر منځ د واټڼ د ډيريدو سبب شوي دي. لومړی خو د ټيک ټاک له لوري د متحدو ايالتونو ملي امنيت ته د ورپېښو ګواښونو د شتون په اړه د پخو ثبوتونو نشتون د دې سبب شوي چې حکومت په دې برخه کې د عوامو په قانع کولو کې پاتې راشي. په داسې حال کې چې د معلوماتو د خونديتابه په تړاو شته اندېښنې پر ځای دي، خو متحدو ايالتونو دا نه ده روښانه کړې چې د ټيک ټاک د معلوماتو رويه دغه هېواد ته څه ډول خاص ګواښ دی.

پر دې سربېره، د ټيک ټاک د بنديدو منفي پايلې ښايي خلک د ملي امنيت په تړاو د شته اندېښنو په پرتله ډير زيانمن کړي. ګڼ شمېر کارن ټيک ټاک د بوختيا، ټولنيزو اړيکو او ان کاروباري موخو لپاره کاروي. بنديز به دوی له دې ګټو خلاص کړي چې ورسره به یې پر ورځني ژوند هم اغېز پرېوځي.

پر دې سربېره، د ټيک ټاک د بندولو مسئله ښايي د بيان پر ازادۍ تېری وګڼل شي. د يوه مشخص پلټفارم پر په نښه کولو سره حکومت معلوماتو او ايډياوو ته د عوامو لاسرسی محدودوي.

دغه راز خلک ښايي د حکومت پر اراده شکمن شي چې ګنې اقتصادي او سياسي مسايل پر ټيک ټاک د بنديزونو اصلي انګيزه او د ملي امنيت اندېښنه یې پلمه وي. پر ټيک ټاک د بنديز لګول د چين او متحدو ايالتونو تر منځ له سوداګريزې جګړې سره هممهاله دي چې دې چارې شکونه لا ډير کړي دي.

د ټيک ټاک  د کډوالۍ پديده د ټکنالوژۍ، سياست او عامه افکارو تر منځ يو پېچلی تعامل را برسېره کوي. سره له دې چې حکومتونه د ملي امنيت د خونديتابه مسووليت لري، بايد پر فردي ازاديو او پراخ اقتصاد د خپلو اقداماتو باالقوه اغیزو ته هم متوجه وي.

د حکومت او عوامو تر منځ د واټن د کمولو لپاره بايد چارواکي د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره څرګند شواهد وړاندې کړي، له عوامو سره په ازادو بحثونو کې ګډون وکړي او په دقت سره د خپلو سیاستونو عواقب وسنجوي.

بالاخره، د ټيک ټاک برخليک او د ټکنالوژۍ د مقرراتو پراخه موضوع د انټرنېټ پر راتلونکې او د حکومتونو او عوامو پر اړيکو پراخ اغېز لري. دا چې ډيجيټل ليدلوری د تکامل په حال کې دی، سياستوال بايد د ملي امنيت اړوند اندېښنې د عوامو د فردي ازاديو د خونديتابه له اړتيا او د نوښتونو له هڅونې سره متوازنې کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د اروپايي شورا له رئيس سره تیلېفوني خبرې وکړې

Next Post

بېجينګ: موږ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امريکا له ناسمې کړنې سره مخالفت کوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
بېجينګ: موږ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امريکا له ناسمې کړنې سره مخالفت کوو

بېجينګ: موږ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امريکا له ناسمې کړنې سره مخالفت کوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هان جنګ د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وکتل

جون 10, 2025
منفي فکر او بدبیني له څه شي سرچینه اخلي؟

منفي فکر او بدبیني له څه شي سرچینه اخلي؟

جنوري 17, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved