د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غوښتنې سره ټلېفونې خبرې وکړې.
شي جين پينګ د امريکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د يو ځل بيا ټاکل کېدو په پار نوموړي ته مبارکي وړاندې کړه او هيله يې وښوده، چې دواړه خواوې د نوي مبدا پر وړاندې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
شي جين پينګ وويل، چې چين او امريکا دواړه ستر هېوادونه دي او د خپلو هیلو د پوره کولو او د خلکو د لا ښه ژوند د رامنځته کولو په هڅه کې دي. دواړه هېوادونه زياتې ګډې ګټې او همکاريز فرصتونه لري، يو د بل ملګري او دوست ګرځېدلی شي، ګډ پرمختګ او سمسورتيا تر لاسه کولی شي او دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې هم رسولی شي.
شي جين پينګ په ډاګه کړې، چې چين او امريکا د بېلو دولتي وضعيتونو له امله د خپلمنځي توپيرونو له شتون څخه ډډه نه شي کولی، خو عمده خبره دا ده، چې دواړه بايد يو د بل کليدي ګټو او مهمو پاملرنو ته درناوی وکړي او د مسئلو د حل لپاره دې مناسبې لارې چارې پيدا کړي. د تايوان مسئله د چين تر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا پورې تړاو لري او امريکا بايد ورباندې محتاطانه رويه او سلوک غوره کړي. دواړه هېوادونه بايد د متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او متقابلې ګټې همکارۍ پر اصولو خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو خواوو او نړۍ لپاره دې زياتې ګټورې چارې تر سره کړي او د ثابت، سالم او مداومه پرمختګ په لوري د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ تقويه کړي.
ټرمپ د رئیس شي جين پينګ د مبارکۍ مننه وکړه او د دواړو خواو د ډيالوګ او تماس د ساتلو هيله يې وښوده. د ټرمپ په خبره، امريکا او چين بايد دايمي دوستي وساتي او د نړيوالې سولې د خونديتوب لپاره په ګډه کار وکړي.
دواړو ولسمشرانو د اوکراين کړکېچ او د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو په شمول د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه د نظريو تبادلې هم وکړې.































