چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په دوحه کې رسمي خبرې ولې ځنډیږي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 16, 2020
in تبصرې
0
رویان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په قطر کې د طالبانو او حکومت د تماس ډله لا هم نه ده بریالۍ شوې چې د بین الافغاني خبرو پر اصولو، کړنلارې او اجنډا توافق وکړي. تمه وه چې ژر به رسمي بین الافغاني خبرې پیل شي، خو ظاهراً د خبرو لپاره په اصولو، کړنلارې او اجنډا کې ستونزې او اختلافات شته. له همدې امله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلي او په دې اړه هم څه نه دي ویل شوي چې کله به پر دې چارو توافق وشي. پر اصولو، کړنلارې او اجنډا توافق د خبرو د بریا لپاره مهم دی، خو خلک تمه لري چې دا خبرې ژر پیل شي، ځکه چې په خبرو کې  پرمختګ او بیا بشپړه سوله د خلکو غوښتنه ده. اوس چې د خبرو په پیل کې څومره ځنډ راځي، خلک ناهیلي کېږي.

اساسي ستونزه لا هم پر دې ده چې په خبرو کې د پلاوو مخ ته څه ولیکل شي او دې خبرو ته د بین الافغاني، که د امارت او جمهوریت د خبرو نوم ورکړل شي. پر دې هم اختلاف شته چې خبرې به څه ډول مخ ته ځي. له بله اړخه پر دې ژور اختلاف دی چې څه په اجنډا کې شامل شي او څه نه او آن پر دې هم اختلاف دی چې د بحث لومړنۍ موضوع به څه وي. حکومتي پلاوی تمایل لري او غواړي چې طالبان اوربند وکړي، خو طالبان د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کولو تر څنګ د اوسني حکومت پر برخلیک بحث غواړي. حکومتي پلاوی په سختۍ دې ته حاضریږي چې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې وکړي او د اوسني حکومت پر برخلیک خو هېڅ ډول خبرو ته نه حاضریږي. طالبان وېره لري چې که اوربند وکړي او بیا په خبرو کې پرمختګ ونه شي او د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به تاوان وکړي. حکومتي چارواکي هم فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو هغوی له پښو غورځولی شي. طالبان وايي چې که د اوسني حکومت په اړه بحث وشي او په اړه یې پرېکړه وشي، نو وروسته به د دوی مقابل لوری حکومتي نه وي او بیا کولی شي چې خپلو ډېرو غوښتنو ته ورسیږي. له همدې امله پر دې تمرکز کوي چې که د اوسني حکومت واګې له اوسنیو چارواکو واخلي، یا یې درېیم اړخ ته وسپاري او یا یې په ګډه رهبري کړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له بده مرغه له دواړو اړخونو سره د سولې پر ځای تر ډېره د یو بل د ماتولو او د خپلې بریا فکر دی. دوی ته تر سولې دا مهمه ده چې غوښتنې یې ومنل شي او مقابل لوری په خبرو کې مات کړي. له همدې امله لا هم پر لومړنیو مسایلو چې د خبرو اصول، کړنلاره او اجنډا دي، توافق ته نه دي رسېدلي.

دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر خپل دریځ یو ځل بیا له سره غور وکړي. دوی باید یو د بل د ماتولو پر ځای پر سوله فکر وکړي. له همدې امله باید هغه مسایل په اجنډا کې راولي چې د سولې سبب شي، نه د کوم لوري د ماتې. دوی باید پوه شي چې که د سولې دا خبرې ماتیږي، مخامخ مسوول به یې دوی وي او بیا به د جګړې د دوام له امله د ټولې وینو تویېدنې شریکان وي. له همدې امله دوی باید پر افغان ځورېدلي ولس رحم وکړي او دا خبرې بریالۍ کړي.

Previous Post

د هند او پاکستان کشمکشونو د افغان سولې پر بهیر سیوری غوړولی

Next Post

سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ!

سپما کول خپل مسوولیت وګڼئ!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په خوست کې د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په خوست کې د اوبو لګولو یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

مارچ 29, 2023
یونیسف؛ په خوست کې له ۷۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته کړې

یونیسف؛ په خوست کې له ۷۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرسته کړې

مې 20, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved