چين ميډيا ګروپ په دې وروستيو کې يو مستند فلم «د شينجيانګ تالونه» خپور کړی دی.
دغه فلم په پښتو ژبې ترجمه او په افغانستان کې د اېس ټي ار او وطن تلويزيونونو پر سکرينونو خپور شوی دی.
په دغه فلم کې د شينجيانګ د هنري ځانګړتياوو په تړاو د چين د (مينځو) پوهنتون د پروفیسورې او مشهورې نڅاګرې ګلميرا محمد د سفر تجربې ثبت شوي او د باز نڅا، ناغارې ډول او دولان موقام په ګډون د غير مادي کلتوري ميراثونو او دغه راز د ځايي هنرمندانو او خلکو د ژوند په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
دغه مستند فلم «د شينجيانګ تالونه» د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې لخوا طرحه او د چين په پلازمېنې بېجينګ او شينجيانګ اويغور کورواکې سیمې کې، چې له افغانستان سره شاوخوا ۹۰ کيلومتره ګډه پوله لري، شوټينګ شوی دی.
د چين د مينځو پوهنتون پروفیسوره او مشهور نڅاګره ګلميرا محمد(د تورو جامو واله) محصلينو ته د نڅا د ورزده کولو په حال کې ده
د چين د مينځو پوهنتون زده کړندويانې د نڅا په حال کې
د چين او افغانستان پولې ته نږدې د شينجيانګ د تاشقورغان ولسوالۍ اوسیدونکي د پسرلي هرکلي اختر کې د باز نڅا کوي
د چين او افغانستان پولې ته نږدې د شينجيانګ د تاشقورغان ولسوالۍ اوسیدونکي د پسرلي هرکلي اختر کې د باز نڅا کوي
د شينجيانګ د تاشقورغان ځوان هنرمندان د باز نڅا په حال کې
د شينجيانګ د يوپورغا ولسوالۍ د ابتدايي ښوونځي زده کوونکي د ناغارې د زده کولو په حال کې
د شينجيانګ د يوپورغا ولسوالۍ هنرمندان ناغارې غږوي
د شينجيانګ د مکت ولسوالۍ هنرمندان د موسیقۍ الې غږوي او د دولان موقام سندرې وايي
































