چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې د داووس فورم ګډونوالو چين ته دومره پاملرنه کړې ؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 25, 2025
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړيوال اقتصاد کلني فورم د جنورۍ له شلمې څخه تر څلورویشتمې نېټې پورې د سويس په داووس ښار کې تر سره شو. په چين کې د المان د سوداګريزې ټولنې د شمالي او شمال ختيځو سيمو اجرائيوي مدير وو يانګ لي ون د  چین ميډیا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د چین له خوا د مطرح شوي وړانديز په اړه داسې ويلي چې د چين وړانديز زموږ له صنعتي او سوداګريزو ټولنو سره نژدې اړيکې لري، په تېره بيا موږ د چین له هغه دريځ څخه ملاتړ کوو چې له سوداګريزو خنډونو سره مخالفت کوي. اوس مهال زياتره الماني تصدۍ په چين کې د ځاني پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې او پلان لري چې په څېړنيزه برخه کې خپله پانګه زیاته کړي.

د داووس فورم نه يوازې د نړيوال اقتصاد مسئلې په باب د بحثونو لپاره يوه مهم ډګر دی او هم د نړيوال اقتصاد د وړاندوینې وسیلې په توګه بلل کېږي. بلکې اوس د نړۍ بدلېدونکی حالت چټک شوی په تېره بيا د مصنوعي ځيرکتيا او کوانتم کمپيوټري تخنيک په شمول نوي تخنيکونو چټکتيا موندلې، خو د دې ترڅنګ د ګمرکي تعرفو او سوداګرۍ په تړاو جګړې هم ډېرې شوې دي. په دې حال کې سږنی فورم چې عمده سرليک يې په ځيرکه زمانه کې همکارۍ ده، ډېر اهميت لري. ګډونوالو بيا چين ته پام اړولی او غواړي هغه معلومات تر لاسه کړي چې چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه د يادې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره نړۍ ته څه ګټور فکرونه راوړي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

پخوا د چین د دولت رئيس شي جين پینګ په داووس فورم کې په خپله وينا کې هغه څلور وړانديزونه کړي چې نړۍ دې په ګډه د اقتصاد د ټولشموله نړيوال کېدو د پرمخ بېولو، د نړيوال اقتصاد د نوی پرمختيايي خوځنده ځواک د راپارولو،د واقعي څو اړخیزم د عملي کولو او ساتلو او له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي. د ده وينا په ځيرکه زمانه کې د نړيوالې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره لوری روښانه کړی دی. د ګډونوالو په اند دغه وړانديزونه د نوښت، همغږۍ، زرغون، ورخلاصون او د ګټو د شريکولو د مفکورې ښکارندويي کوي، د نوي پرمختیایي فرصتونو د برابرولو لپاره د بېلابېلو خواوو له غوښتنو سره سمون لري او د ځینو هېوادونو د سوداګريزو خنډونو او ور سره د پرمختيايي توپيرونو د لرې کولو لپاره ګټور دی چې لازيات هېوادونه به د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه برخمن شي.

چين د ورخلاصون او همکارۍ د پرمخ بېولو په برخه کې نه یوازې خپل وړانديزونه کړي بلکې رښتيني اقدامات يې کړي دي. شمېرې ښيي چې د ۱۶۰ سوداګريزو همکارانو پر وړاندې د چین صادراتو او وارداتو زياتوالی موندلی او هېواد يې هم د څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او سيمو عمده سوداګريز همکار دی. د دې ترڅنګ د چين د ګمرکي تعرفې عمومي سويه په سلو کې اووه اعشاريه دریو ته را ټيټه شوې چې سويه یې هم په نړۍ کې ټيټه ده. د ۲۰۲۴م کال د دسمبر له لومړۍ نېټې څخه چين د هغو ټولو لږ پرمختلليو هېوادونو پر ۱۰۰سلنې ګمرکي توليداتو تعرفې معاف کړې چې له دوی سره ډيپلوماتيکې اړیکې لري. په دې سره له يادو هېوادونو څخه وارداتو په سلو کې اتلس اعشاريه يو زياتوالی ښودلی چې  رقم يې د تېر کال د لومړيو يوولسو مياشتو په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه اته زيات شوی دی. له پورتنيو ټکو څخه ښکاري چې چين د ځاني پرمختګ له لارې نورو هېوادونو ته پرمختیایي فرصتونه برابر کړي دي.

په داووس فورم کې چين هم ډاډ ورکړی چې د باکيفیته پرمختګ، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د زرغوني بدلون او د ورخلاصون د پرمخ بېولو لپاره به هلې ځلې وکړي او په هېواد کې د لازياتو بهرنيو تصديو د پانګونو هرکلی کوي چې د چین له پرمختیایي فرصتونو د برخمنېدو ترڅنګ نور هم پرمختګونه ومومي.

له څو ورځو نه وروسته به د چین پسرلني اختر راورسېږي. چين به په نوي کال کې نړۍ ته لازيات ثابت او پرمختیايي ځواک برابر کړي او له لازياتو وګړو سره به نوي فرصتونه شريک کړي. لکه څنګه چې په چين کې د نويمن کلينيک په نوم د شرکت عمومي مدير لي های بو ويلي و، موږ نه يوازې په چين کې لازيات ځاني پرمختګ بلکې له چین سره ګډ برياليتوب غواړو.

Previous Post

تېره میاشت څه باندې دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

Next Post

شي جين پينګ وطنوالو ته د پسرلني اختر نيکې هيلې وړاندې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ وطنوالو ته د پسرلني اختر نيکې هيلې وړاندې کړې

شي جين پينګ وطنوالو ته د پسرلني اختر نيکې هيلې وړاندې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

جنوري 1, 2024
بدخشان کې ۲ ترافیکي پېښو ۱۰ کسانو ته مرګه ژوبله اړولې

بدخشان کې ۲ ترافیکي پېښو ۱۰ کسانو ته مرګه ژوبله اړولې

فبروري 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ