د چین میډیا ګروپ نړیوال ویډیويي خبري اژانس د دغه هېواد د دوديز نوي کال د رارسېدو په درشل کې د آسیا- پاسیفيک د نشراتو ، د عربي هېوادونو نشراتو، د افریقا نشراتو، د اروپا نيوز تبادلې او د لاتینۍ امریکا نيوز له پنځو لويو خبري اتحاديو سره په ګډه د پسرلني اختر په وياړ د دغه ميډيا ګروپ هنري ننداره لیدونکو ته معرفي کړه.
د مالوماتو له مخې، د پسرلني اختر په وياړ د چين ميډيا ګروپ هنري ننداره به د يادو پنځو اتحاديو په اړه د ۱۶۹ هېوادونو او سيمو په څه باندې ۳۰۰ خبري رسنيو کې خپره شي.
سربیره پردې، د يادو پنځو لویو خبري اتحادیو مشرانو هم د ویډیو له لارې د چين د دوديز نوي کال مبارکۍ استولې دي.
































