چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پر چيني توليداتو د تعرفو زياتول د امريکې کورنۍ ستونزې نه شي حلولی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2025
in نړیوال خبرونه
0
پر چيني توليداتو د تعرفو زياتول د امريکې کورنۍ ستونزې نه شي حلولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

امريکا د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د فينټانيل مسئلې په پلمه له چين څخه پر واردونکو توليداتو د ۱۰سلنه ګمرکي تعرفو د زياتولو اعلان کړی دی. د امريکې دغه کړنه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اصولو سره په ټکر کې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ به خرابې کړي او د امريکې پر اقتصاد به هم ډېرې زياتې منفي اغېزې وکړي. د پخوانيو سوداګريزو سياليو پايلې ښيي، چې امريکا په حقيقت کې پر مصرفي توکو تعرفې لګوي، خو زيان یې خلک ویني.

چين د امريکې د يادو کړنو په غبرګون کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوا وړاندې کړې او ويلي یې دي، چې د خپلو عادلانه حقونو او ګټو لپاره به اړوند ځوابي تدبيرونه ونيسي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

امريکا غواړي له چين څخه پر واردوونکو توليداتو ګمرکي تعرفي زياتې کړي او د فينټانيل مسئله یې هسې یوه پلمه ګرځولې ده. فينټانيل له کوکنارو څخه جوړېږي او په طبي برخه کې د درد د مخنيوي يو ډول قانوني درمل دي، خو امريکا یې نشه يي مواد بولي.

فينټانيل څخه په امريکايي ټولنې کې زیات او ناوړه کارول کېږي او د پلور بهير یې په ګټو اخيستونکو پسې او هم د امريکې د حکومت د ادارې په کمزورتيا پسې تړاو لري.

اوسمهال د امريکې په څه دپاسه نيمه برخه ايالتونو کې چرس څکولو ته قانوني تګلارې غوره شوي او په ګڼ شمېر ځايونو کې یې د فينټانيل د معاملو تور بازارونه شته دي. دا څرګندويي کوي، چې د فينټانيل مسئله د امريکې کورنۍ مسئله ده او د دغه هېواد دننه اداري کمزورۍ پسې تړاو لري.

امريکا غواړي د ګمرکي تعرفو د زياتولو له لارې د عامې روغتيا مسئله حل کړي، خو د خپلې مسئلې سرچېنې نه پلټي، بلکې سیاسي ګوندونه او ډلې يې په خپلمنځي مسئلو بوختې دي، نو د فينټانيل مسئله یې هوارېدلی نه شي.

په حقيقت کې چين د نشه يي توکو د مخنيوي په چارو کې تر ټولو جدي تګلاره لري او په بشپړه توګه يې تطبيق کوي. چين په ۲۰۱۹م کال کې د فينټانيل او ورته موادو د جدي ادارې اعلان کړی او په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې دغه تدبير يې غوره کړی دی.

 د امريکې د ګمرکاتو او سرحد ساتنې ادارې او د نشه يي موادو د مخنيوي په برخه کې د قانوني پلي کوونکو ادارو خبرتياوې ښيي، چې دغه هېواد د ۲۰۱۹م کال له سپتمبر څخه را په دېخوا له چين څخه د فينټانيل په شکل مواد نه دي را وارد کړي. د دغو خبرو تر شا د امريکا پټ نيت ښکاري او اوس یې د فينټانيل مسئله وړاندې کړې ده.

د امريکې نوي حکومت د خپلو کارونو د پيل په شاوخوا لسو ورځو کې د ۱۹۷۷م کال «د نړيوالو بيړنيو اقتصادي واکونو قانون» څخه ګټه اخیستې او د فينټانيل مسئلې په پلمه یې د ګمرکي تعرفو د زياتوالو لپاره کارولی دی.

 امريکا د سوداګرۍ نړيوال سازمان په قانوني چوکاټ کې له تعرفوي امتيازاتو څخه استفاده کوونکو هېوادونو ته د ګمرکي تعرفو د کمولو له ژمنې څخه سرغړونې کوي او د دغه سازمان د اصولو خلاف د سوداګرۍ ساتنې غوښتنه پلې کوي، څو نور هېوادونه لا زياتې بیې ورکړي او امريکا پر ځان اقتصادي فشارونه کم کړي او په خپل هېواد کې دننه راپورته شوي تضادونه پټ وساتي.

حقیقت دا دی، چې د امريکې نوی حکومت د ګمرکي تعرفو په هکله ناسم پوهاوی لري. وارداتي ګمرکي تعرفي د سوداګرو پر غاړه دي او بیه به یې د امريکا ملکي وګړي ورکوي. دا د امريکې د پيټرسن د اقتصاد څيړنيز انسټيټيوټ او ځينو فکري مرکزونو ګډې موندنې او پايلې دي او په ۲۰۱۸م کال کې د امريکې لخوا د راپارول شوې سوداګريزې سيالۍ په پايلې کې ثبت شوې دي.

د امريکې د پرچون سوداګريزې ټولنې شمېرې ښيي، ممکن پر چيني توليداتو د ګمرکي تعرفو له زياتوالي وروسته به مصرفوونکي اړ شي، د داخلي برقي ماشينونو د اخيستلو لپاره له ۶ ميليارډو او ۴۰۰ميليونه ډالرو څخه تر ۱۰ميليارډو او ۹۰۰ ميليونو ډالرو پورې اضافي پيسي ولګوي. بر سيره پر دې، د توليدي ځنځير د خربېدو له امله به په امريکې کې کاري فرصتونه هم کم شي.

امريکا په يو اړخيز ډول د نړيوالو اصولو خلاف کړنې ترسره کوي او اوسمهال یې د کاناډا او مکسيکو په شمول د ځينو هېوادونو پر وارداتي توليداتو ګمرکي تعرفې زياتې کړې دي.

کاناډا اعلان کړی، چې د ۱۵۵ ميليارډو کاناډايي ډالرو په ارزښت پر امريکايي توليداتو به ۲۵سلنه ګمرکي تعرفي ولګوي او هممهاله مکسيکو هم ويلي، چې د امريکې د دغې کړنې په غبرګون کې به په ورته اقدام لاس پورې کړي.

نړيوالې ټولنې تشويش ښودلی، د امريکې دغه کړنې به نړيوال سوداګريز جنګ راپورته کړي او د توليداتو برابرولو نړيوال ځنځير به خراب کړي او نړيوال اقتصاد به شاتګ وکړي.

نړيوال بانک د جنورۍ په منځنۍ لسیزه کې خبرداری ورکړی، که امريکا د نورو هېوادونو پر واردونکو توليداتو لس سلنه ګمرکي تعرفي ولګوي، نور هېوادونو به هم اړ شي، چې ورته ګام واخلي او په دې سره به د ۲۰۲۵م کال د نړيوال اقتصاد د زياتولي سرعت ښايي صفر اعشاريه ۳سلنه ټيټ شي.

Previous Post

ډبلیو ایف پي: د وچکالۍ له کبله ډېری کلي په کنډوالو بدل شوي

Next Post

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به له چين څخه ليدنه وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري به له چين څخه ليدنه وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

مهرباني مو ژوند بدلوي

مهرباني مو ژوند بدلوي

فبروري 21, 2021
کابل ښاريان د برېښنا له پرچاويو شکايت لري

کابل ښاريان د برېښنا له پرچاويو شکايت لري

دسمبر 12, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved